کرزى دې خپل نوي سياستونه اوموخې  په ډاګه كړي!!


دملي کرښې  ١٤مه ګڼه
 
خوشال خليل
د اسامه له وژنې وروسته په سيمه كې نوې ديپلوماتيكي هڅې، سفرونه او ويناوې ددې ښودنه كوي چې افغانستان د يو بل بدلون په درشل كې ولاړ دى، خو په افغانستان كې د نړيوالې ټولنې او د سيمې هيوادونوتيرو لس كلونو مرموزو سياستونو ته په كتو موږ نشو كولاى ددغه احتمالي بدلون په ټولو اړخونو پوه او په اړه يې څرګنده خبره وكړو.
د اسامه وژنه، د امريكايي ځواكونو د وتلو اعلان، له وسله والو مخالفانو سره د سولې خبرې، د بن د دويم كنفرانس جوړيدل، د لويې جرګې رابلل، امريكا سره د سټراټيژيكو اړيكو تړون، په سيمه كې د ديپلوماتيكو هڅو چټكتيا، هيواد ته د ګاونډي هيوادونو د لوړ پوړو چارواكو سفرونه او په كور دننه د ځينو سياسي ډلو ټپلو تر منځ ناستې پاستې او د نويو ډلګيو جوړيدل، داټول خلكو ته په  راتلوونكي كې داحتمالي بدلونونو پيغام لري او په اړه يې انديښمن دي. خلك څه چې حتا د تير په څير ډيرى سياسي لوبغاړي نه پوهيږي چې هيواد يې كومې خواته روان دى.
په داسې يو ګونګ او مبهم حالت كې دا د حكومت دنده ده چې  خپل سياستونه او موضوعات خلكو ته روښانه او د خپل موقف په څرګندولو سره خلكو ته هيله او اميد وركړي، چې كارونه يې په سمې خوا روان دي او كه خداى مه كړه د كوم كړكيچ څرك په كې ليدل كېږي په دواړو حالتونو كې ورنه خبريدل دخلكو حق دى چې پوه شي د پردې تر شا يې پر برخليك څه روان دي.
په كور دننه له دومره انديښنو سره سره د پاكستان او ايران په څير د افغانستان په مساله كې غرض لرونكو هيوادونو ته، د ولسمشر كرزي سفرونه، نه يوازې افغانان بلكې دده لويديز ملاتړي هم ګنګس كړي دي.
دافغانستان د سياست په اړه دغه بدليدونكى حالت تر پخوا زيات د سيمه ييزو قدرتونو او ښكېلو اړخو له خوا په ډير دقت سره څارل كېږي.ددې بدلونونو د مديريت يوه برخه دافغانستان  حکومت کوي ، حكومت هم چې د بېلابېلو ډلو ټپلو جوړ دى طبيعي ده چې د غړو او شريكبانډو ترمنځ به يې اختلافونه لارو كوڅو او مطبوعاتو ته راوځي، د حكومت او ښاغلي كرزي تيرو ناكاميو ته په كتو سړي ته شك پيدا كېږي چې دوى به وكولاى شي د اسامه له وژنې وروسته په سمه توګه له نويو بدلونونو سره ځان عيار كړي.؟
دا خبره لا وار دمخه روښانه وه چې د اسامه له وژل كېدو سره  به زموږ په هيواد كې د روانې پټې لوبې تر شا ولاړ منتظيمين يو په بل پسې ميدان ته راوځي او خپلې هغه هيلې او غوښتنې به دا ځل په ديپلوماتيكو ناستو او غونډوكې د ميزونو تر شا مطرح كوي چې د تيرو لسو كلونو په موده كې يې د جنګ او جګړو په دوړو كې پټې ساتلې وې. په همدغې سلسله كې تيره اونۍ ايران د تروريزم سره دمبارزي د نړيوال كنفرانس كوربه و، چې د ۶۰هيوادونو څخه د بېلابېلو پوړونو پلاوو په كې ګډون درلود، په لوړه كچه په كې احمدي نژاد، حامد كرزى، اصف زرداري، د عراق او سوډان ولسمشران مهم ويناوال وو. دغه شان عجيب او غريب كنفرانس ته د ولسمشر كرزي داسې اخلاصمندانه ورتګ او هلته د ايران له مذهبي مشر او اخندانو سره ليدل كتل او د افغانانو په اړه دهغو توهين اميزو خبرو ته غوږ نيول، پرته له دې چې وويل شي كرزى دا ځل په لوى لاس هيواد د مغرضو ګاونډيانو په پښو كې غورځوي، خلكو ته تر دې بل پيغام نه شي ليږدولى.
تيره اونۍ د اسوشيتيد پريس خبري اژانس په يو خپاره كړي رپوټ كې د ولسمشر کرزي د څو ملګرو او نږدې همکارانو له قوله ليكلي(( په داسي حال کې چې امريکا په افغانستان کې خپل ځواکونه او رول کموي کرزی د سلاکارانو د يوې داسې داخلي کړۍ له لوري محاصره شوی چې دی له ايران او پاکستان سره نژدې کولو ته  هڅوي.))
د کرزي ګڼ شمېر نږدې ملګري او سلاکاران وايي چې ولسمشر خپلې دروازې له يوې وړې ډلې پرته، پر ټولو بندې کړي دي.
د اسوشيتيد پريس خبري اژانس خبريالې کتي ګېنن ته د کرزي ملګرو او سلاکارانو ويلي چې د ولسمشر کرزي په ماڼۍ کې ډېر ځلې د باوري دوستانو په توګه د ايران، چين او پاکستان يادونې کېږي.
دا څرګنده نه ده چې ايا په واقعت كې په سيمه كې روانو نويوسياستونو ته كرزى څومره ور ښويدلى دى او يا يې ميلان لري او كه څنګه؟ د كرزي ددغه شان سفرونو په اړه بېلابېل نظريات وړاندې كېږي خو تيرو تجربو ته په كتو ويلى شو چې ښاغلي كرزى ښايي د خپلو څرګندونو او دارنګه سفرونو په لړ كې كومه داسې اجنډا ونه لري چې د حكومت د يوې نوې سټراټيژۍ په توګه يې يادونه وكړو، ځكه  تېرکال کرزي په ښکاره ومنله چې د ايران له لوري د پيسو کڅوړې ورلېږل کېږي، ښايي دا هم د باج اخيستو سفرونه وبلل شي څو له نورو نه ددغه شان كڅوړو په اخيستو په كور دننه خپل سياسي مخالفان پرې كمزوري كړي. خو له بده مرغه خبره دومره ساده هم نه ده، كرزى په رښتيا هم د ځينوګاونډيو هيوادونو د عمالو په وسيله هڅول كېږي چې د چين، روسيې او ګاونډيو هيوادونو خبرو ته غوږ كېږدي او په ډيرو كاذبو هيلو او اميدونو يې يو وار بيا د مغرضو ګاونډيانو په غيږ كې وغورځوي.
ايران ته د سفر پر مهال كرزي د دغه هيواد د لوى مذهبي مشر آيت الله سيد علي خامنه يي سره هم كتلي او د افغانانو په اړه يې له هغه نه د زړه سوي ډكې څرګندونې اوريدلي دي. خامنه يي په دې ناسته كې كرزي ته ويلي دي چې د ايران يوازينۍ هيله دا ده چې افغانستان بشپړ استقلال  او خپلواكي ولري، نوموړي په افغانستان كې حاكميت او خپلواكي د افغانانو حق وګاڼه او د بهرنيو ځواكونو په وتلو يې ټينګار وكړ، خامنه يي ويلي  كه هرڅه ژر بهرني ځواكونه له افغانستان نه پښې سپكې كړي دا كار د افغانانو او د سيمې هيوادونو په ګټه دى،  د ايران مذهبي مشر خامنه يي د شورويانو پر ضد د افغانانو د جهاد د ستاينې ترڅنك وويل چې ددې هيواد خلكو هيڅكله پردي نه دي زغملي او هر وخت يې نړيوالو ته ښودلي چې دا ډير په هيواد مين او باتور ولس دى.
اوس نو تاسو خپله قضاوت وكړى چې ايرانيان د كومو اصولو له مخې ځان ته دا حق وركوي چې دافغانانو د احساساتو او د هغو د شخصي انګيزو په اړه داسې څرګندونې وكړي او له ځانه د افغانانو وياندان جوړ كړي چې افغانان څه غواړي او څه نه غواړي دا په خپله په افغانانو پورې اړه لري چې په اوسني نړيوال نظام كې كوم ډول رول لوبول يې په ګټه دى، انزوا خوښوي، بي طرفي خوښوي او كه له چا سره په اتحاد كې خپله ګټه ويني دا ټولې هغه خبرې دې، چې په اړه به يې خپله افغانان پريكړه كوي دا سمه ده چې ايران به د يو ګاونډي په توګه په افغانستان كې مشروع ګټې ولري خو د متقابلې همكارۍ په صورت كې ترلاسه كېداى شي نه په داسې فرمايشي خبرو، ځكه افغانانو د ګاونډيانو تيرې كړنې له ياده نه دي ويستلي.
 ايا همدا ايران نه وو چې په تيرو ديرش كلنو جګړو كې يې د بېلابېلو مذهبي ډلو د ملاتړ له لارې كورنيو جګړو ته لمن وهله او د خپل فرهنګ او انقلاب د صادرولو په فكر كې يې افغانستان د خپل د نفوذ تاريخي سيمه بلله او د اكار همدا اوس هم كوي. له كومې ورځې نه چې امريكايان دې هيواد ته راغلي د سيمې تر بل هر هيواد ايران د افغانستان له اوسني وضعيت نه ډيره ګټه پورته كړې ده، همدا ايران وو چې د امريكا په مشرۍ پر افغانستان باندې د ايتلافي ځواكونو پر بريد يې خوله بنده كړې وه، چې په پايله كې د بن د كنفرانس له لارې يې ګڼ شمېر ايراني پلوه ډلې او شخصيتونه په اوسني حكومت كې شامل او تر بل هر چا يې ونډه زياته او درنه ده، د څو كلونو راهيسي يې د هلمند او هريرود په سيندونوباندې د لويو بريښنا كوټونو د جوړولو مخه نيولې. كله هم چې ددغه هيواد لوړ پوړي چارواكي كابل ته راځي د افغانستان له ارګ نه پر خپلو لويديزو زړو دښمنانو ډزې كوي، له افغان مهاجرو نه د افغانستان د حكومت په ضد د فشار د الې په توګه كار اخلي، بله خوا داسې شواهد هم شته چې د افغان دولت له وسله والو مخالفانو د ايران مرستې تائيدوي دا دې ته ورته نورې ناكردي لا  هم د افغانانو په ياد دي.
اوس چې له افغانستان نه د امريكايي ځواكونو د وتلو خبره توده شوې ده، په افغانستان كې دننه د يو شمېر كړيو له لوري داسې آوازو ته زور وركول كېږي چې ګڼې امريكا كمزوري شوې او نور په سيمه كې د ډيرې مودې له پاره خپل عسكر نشي ساتلاى او امريكا د تيښتې په لارو چارو فكر كوي، په دې توګه كرزي ته داسې ښيې چې د لويديز نه مخ واوړي او ددوى خبرو ته غوږ كېږدي، ځكه ددوى په نظر د لويديز موخې ناڅرګندې دي او ښايي تر ډيره له افغانانو سره ونه دريږي، داسمه ده چې  امريكااوس په يو اقتصادي بحران كې راګير ده، خو اصلي خبره په بل ځاى كې ده، هغه دا چې امريكا د تير په څير  په افغانستان كې خپلو پوځونو په كمولو او يا ويستلو سره د افغان پوځ د روزنې او تجهيز ژمنه هم كړي او تر دې ها خوا شواهدو وښوده چې د ترهګرۍ اصلي ځالې په افغانستان كې نه دي بلكي د هغو مركزونه په پاكستان او ايران كې موجود دي، بله خوا  داسې شواهد هم شته چې د نوموړو هيوادونو استخباراتي ادارې ورسره مرستې كوي.
همدا درې ورځې وړاندې د امريكا په سنا كې د بهرنيو اړيكو مشر سناتور جان كري په خپلې يوې ليكنې كې چې په پارن پاليسۍ كې خپره شوې له افغانستان نه يې د خپلو پوځونو د وتلو ننګه كړې او زياته كړې يې ده چې افغان ځواكونه بايد د خپل هيواد مسووليت په غاړه واخلي او په دې كار كې امريكا ورسره مرسته كوي. نوموړى وړاندې كاږي چې اوس ددې وخت راغلى دى چې د ګواښ په اصلي سرچينو تمركز وشي، هغه ګواښ چې په پاكستان كې موجود دى. بله خوا د سي اى اي د مركزي ادارې مشري جنرال  پټرويس ته سپارل شوې دا هغه كس دى چې د عراق او افغانستان د جګړو ګډوه قومانداني يې پر غاړه وه د سيمې په ځانګړي ډول د ايران او پاكستان په اړه كافي مالومات لري، ښايي وروسته له دې په ايران اوپاكستان باندې د سي اى اې  فشارونه لا زيات شي په تيره بيا ايران چې همدا اوس د ملګرو ملتونو د بنديزونو له امله له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.
دوى په داسې څرګندونو چې ګنې امريكا له اقتصادي ستونزو سره مخ ده په اصل كې غواړي دهغو ستونزو نه د خلكو مخ په بله واوړوي چې دامهال دوى ورسره لاس او ګريوان دي، دا مهال پاكستان او ايران دوه داسې هيوادونه دي چې په نړيواله كچه ډير خراب نوم لري ياني تل يې ترهګر روزلې او د نورو هيوادونو په كورنيو چارو كې يې لاس وهني كړي.
په ايران كې د اسلامي انقلاب له راتګ سره چې كله واك اخندانو ته رسيدلى دى دغه هيواد په بېلابېلو ډولونو د سيمې او منځني ختيز په هيوادونو كې د تروريستې ډلو سره همكاري كړې، خو نن ورځ په ډيرې سپين سترګۍ ددې برعكس د تروريزم په ضد د يو نړيوال كنفرانس كوربه توب كوي. د ايران بهرنۍ سياست په سيمه او ګاونډيو هيوادونو كې د خپل نفوذ په پراختيا او له امريكا او اسرائيلو سره په دښمنۍ ولاړ دى، چې په تيرو ديرشو كلونو كې يې هڅه كړې د همدې سياست له لارې په كور دننه مخالفان وځپي او د يو بهرني دښمن په تراشلو او جوړولو سره خپل خلك اخندي نظام سره ملګري كړي، خو په دغه هيواد كې تيرو ټاكنو وښوده چې اخندي نظام په خپلو خلكو كې مشروعيت له لاسه وركړى دى او په بهر په تيره بيا منځني ختيز كې يې هم د نفوذ سيمې يو په بل پسې له لاسه وځي، په عربي هيوادونو كې وروستيو پاڅونونو په تيره بيا د ايران نږدې ملګري هيواد سوريه كې روانو كړكيچونو ايران ډير وارخطا كړى دى، ددغه حالت دوام سره ايران په نړيوال نظام كې ورځ تر بلې د ګوښه كېدو په حال كې دى او له بله پلوه په كور دننه هم له ډيرو سختو ستونزو سره مخ دى.  څه موده وړاندې په نايجريا او تركيه كې ددغه هيواد له خوا د افريقايي هيوادونو مخالفانو ته د ايران له خوا استول كېدونكي وسلې ونيول شوې چې دې كار د ايران څيره نوره هم بدرنګه كړه او دا مهال په ټوله نړۍ كې د تروريزم د يو حامي هيواد په نامه پيژندل كېږي. په نړيواله كچه دې ته ورته د تروريزم نه دملاتړ ګڼې دوسيې لري او س به نو كوم عقل او منطق دا خبره ومني چې دداسې يو ماجرا غوښتونكي هيواد خبرو باندې دې څوك باور وكړي چې ګنې زموږ په ګټه خبره كوي.
 بله خوا ددې كنفرانس بل وينا وال زرداري هم هغه څوك دى چې هيواد يې په نړۍ كې د تروريستانو د ځالې په نامه ياديږي اوس غواړي ددارنګه كنفرانسونو له لارې ځانونه د تروريزم قرباني معرفي كړي نه دهغو پلوي د سوډان او د عراق د ولسمشرانو په اړه هم داسې ډيرې خبرې شته چې دلته ورنه تيريږو، نو په دغه شان يو عجيب او غريب كنفرانس كې چې ډير د تروريزم پلويان راټول شوي وي دې ته موږ څنګه د تروريزم ضد كنفرانس نوم وركولاى شو. بيا دداسې يو هيواد ولسمشر لكه حامد كرزى چې هيوادوال يې هره ورځ د تروريزم قرباني كېږي په داسې هيوادونو باور كوي او له ولسمشرانو سره يې ظاهرا ځان ډير صميمي ښيي.
دلته د دوه اونيو را په ديخوا په كنړ، مومندو او نورو سرحدي سيمو باندې د پاكستاني پوځيانو د توپخانۍ ډزې روانې دي په لسګونه كسان په كې وژل كېږي، بل پلو كرزى بيا د ايران په نوښت  جوړ شوي د تروريزم پر ضد دمبارزې په نړيوال كنفرانس کې  د پاكستان له ولسمشر سره څنګ په څنك ناست و، دلته دافغانستان د سرحدي پوليسو جنرالان او د كونړ والي اجازه غواړي چې ځوابي عمل ترسره كړي خو هلته بيا د كنفرانس فضا داسې وه چې ګنې ددې درې واړو ګاونډيانو په منځ كې هيڅ خبره نشته او ټولې بلاوې پرې له بهره رانازلې شوې دي او ددوى په كې هيڅ قصور نشته، دا ټول هغه ترخه حقايق دي چې دافغانستان خلك پرې پوهيږي او د خپل ولسمشر نه ددې تمه لري چې ددوى د ژوند او راتلوونكې له پاره چې دى كومې پريكړې كوي په ګټه يې نه دي.
په تيرو ډيرشو كلونو كې دغو ګاونډيو هيوادونو له موږ سره د ورورۍ او ګاونډيتوب ټول اصول تر پښو لاندې كړي نن دوى خپله له ډيرو سختو ستونزو سره مخ دي دا ستونزې ددې لامل شوي دي چې دوى هم ونه شي كولاى نور په افغانستان كې لكه د پخوا په څير مداخلو ته تر ډيره دوام وركړاى شي ځكه په افغانستان كې مداخله دوى ته ډيره ګرانه تمامه شوې. د امريكې او پاكستان تر منځ په اړيكو كې كړكيچ او د اسامه رسوايي په افغانستان كې د پاكستان پخواني سياستونه ټول له پوښتنو او ناكامۍ سره مخ كړي دي هغه سياست چې غوښتل يې د افغانستان حاكميت په خپل واك كې ولري نن يې خپل حاكميت د نړيوالو پوځيانو له خوا له ګواښ سره مخ دى. پاكستاني سياستوالو داسې ګڼلې وه چې د امريكې له وتلووروسته به افغاني سياست كې برلاسي ددوى وي، دوى د  اوسني نړيوال نظم او لويو قدرتونو توان ته په كتو دا محاسبه د ځان په ګټه ګڼله، هغه داسې چې له امريكې وروسته روسيه د افغانستان په سياست كې د فعال نقش لوبولو انګيزه او اراده لري، خو د روسيې اقتصادي كمزورتيا او نورې ګڼې ستونزې ددې لامل كېږي چې روسيه دې دافغانستان مسالې ته زړه ښه نه كړي، بله خوا چين د يو نړيوال قدرت په توګه په لوړه كچه نظامي او اقتصادي ځواك دى خو د خپل عنعنوي سياست له مخي د خپلو پولو دباندې نظامي مسايلو په اړه انګيزه نه لري دغو واقعيتونو ته په كتو پاكستان فكر كاوه چې له امريكې وروسته به افغانستان كې له ايران پرته كوم بل سيال ونه لري. له همدې امله دا ځل ايران او پاكستان په ګډه پر ولسمشر كرزي زور اچوي چې ددوى په خوښه دې له چين او روسيې سره په يو نوې او بديل اتحاد كې شامل شي كه خداى مه كړه كرزى داسې كار وكړي په دې حساسو شرايطو كې د لوري بدلول به د داوود خان له سياست نه هم خطرناك ثابت شي چې په ناڅاپي توګه يې د وخت شوروي  نه مخ واړوو، چې وروسته بيا نه يوازې دى بلكې ټول افغانستان ددغې تيروتنې قرباني شو.