
تور پنجاب يې راوست د کابل پر زړه يې کيناوه اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي
ځانمرګي ، خرمرګي او ... بريدونه اوس افغانانو او نړۍ والو لپاره کومه نوې خبره نه ده ، خو د ولسي جرګې د ټولټاکنو په ورځ دننګرهار دچپرهار ولسوالۍ دباڼدې په کلي کې هغه مهال يوه زړه بوږنونکي پيښه رامنځ ته شوه چې هيچا يې هم اټکل نه کاوه ، ديادولو وړ ده چې له دې پېښې څو ورځې دمخه په امريکا کې کوم پادري ګواښ کړی و چې د قرانکريم نسخو ته به اور واچوي ، دا خبر نو پر مسلمانانو ډ يره بد ولګيده که څه هم ياد پادري وروسته له خپل تصميم څخه تير شو خو د نړۍ په مختلفو او په ځانګړې توګه دافغانستان په ځينې سيمو کې احساساتي مسلمانانو د دې پر ځای چې کفارو ته زيان ورسوي خپل ځان ، خپل ولس او خپلو خلکو ته يې زيانونه واړول ، خو هغه کيسه چې اوس يې درته کوم مسلمانو پادريانو کړې ده او هغه له مسجد څخه د خپلو سياسي موخو لپاره کار اخستل دي ، کيسه داسې وه ، د شنبې ورځ وه او دسپټمبر ۱۷ تاريخ و، په چپرهار ولسوالۍ کې ډير کم خلک هغه هم د دغو پرديو مزدورانو د ګواښونو له وجهې دټولټاکنو مرکزونو ته تلل، چې همدغه مهال د اسلام ټيکه دارانو ديو اختر جومات په محراب کې څو کسه پوليس د يو بريد ښکار وګرځول په دې نه غږيږو چې پوليس ولې ووژل شول ځکه په افغانستان خو د پوليسو ، ملي اردو او ملکي وګړو وژل کيدل اوس عادي پيښې دي خو دا ځل دغو مسلمانانو هغه محراب د دې لپاره والوزاوه چې يوازې يو خبر تير شي چې په ياده ولسوالۍ کې د نا امنۍ پيښې رامنځ ته شوي ، زه له هغه احساساتي مسلمانانو تمه لرم چې همداوس د دغو پادريانو پر وړاندې مظاهرې وکړي ، ځکه مسجد خو په اسلام کې له قرانه بهتر دی ، نبي عليه السلام وايې چې مسجد له ما ځکه بهر دی چې زه ورځم اوله قرانه زه ځکه بهتر يم چې هغه ماته راغلی ، همدارنګه پيغمبر عليه السلام دجګړو پرمهال د کليساء ،مندرونو او ... له ړنګونې منعه فرمايلې نو اوس څرنګه دوی خپل مسجد دجګړې لپاره کاروي . يوه بله خبره چې اشاره ورته اړينه ګڼه . چې که طالبان داسې کارونه کوي نو دا هغه نمک حرامه قشر دی چې په پيړيو پيړيو يې له جومات او محرابه خوړلې خو نن يې دا هرڅه په دڅو روپيو او خپلو بادارانو دخوښۍ لپاره قربان کړل ، لعنت پر هغه چا چې اسلام ، ولس او هيواد ته بد بينه وي .
زه نه پوهيږم چې دغه خلک به خپل ضمير ته ځنګه قناعت ورکوي ، خپل بادرانو ته خو يې قناعت ورکړ ، خو خدای ته به څه جواب وايي زه هيڅ نه پوهيږم.!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!
خو هغه د سليمان لايق شعر يې ښه مصداق دی
تور پنجاب يې راوست د کابل پر زړه يې کيناوه اوس به د جومات حرامي دې انجام ته څه وايي