پاکستان کې بريدګر نهه پوليس ووژل او ۲۱ ټپيان دي

روهي (څلورنۍ/۱۰ د سلواغې)، د پاکستان په بلوڅستان ايالت کې بريدګرو د پوليسو په يو مرکزي دفتر بريد کړی او نهه پوليس يې وژلي او له ۲۱ ډېر ټپيان شوي دي.

د بلوچستان کورنیو چارو ایالتي وزیر میر ضیاالله لانګو رسنيیو ته ويلي دي چې بريدګر درې کسان وو. لومړی يې خان ته په دروازه کې چاودنه ورکړه او نور يې ودانيو ته دننه شول.

چارواکو د نهه پوليسو وژل کېدل او تر ۲۱ ډېرو ټپي کېدل تائيد کړي دي او ويلي دي چې بريد ګر په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.