
هر څوک چې د ژوند له ستونزو سره مبارزه کوي، سختیو ته نه تسلیمېږي، خپلو موخو ته د رسېدو له پاره هڅه کوي او تر بریا ځان رسوي. هغه اتل دی!
یاده وینا د هڅه او بریا کتاب ده.
د ارواپوهنې په برخه کې د پیاوړي لیکوال او ژورنالیست حبیب وقار (د هڅه او بریا ) کتاب نوی له چاپه راووت!
یاد کتاب چې په ۲۰۰ مخونو کې په سپين کاغذ کې چاپ شوی د زر ټوکو په شمېر په نړیوال معیاري نمبر (ای ایس بن) چاپ او بازار ته وړاندې شو.
په کتاب کې د ۲۱ هغو ځوانانو چې سختۍ يې تېرې کړې دي؛ خو اوس مهال بريالی ژوند لري او ټولنې ته د چوپړ مصدر ګرځېدلي دي، ژوند د کيسې په ژبه بيان شوی دی.
لیکوال په دغه کتاب کې تر ډیره هڅه کړې ؛ څو د دغو اتلانو د کيسې ټول اړخونه، سختۍ، هڅې، برياوې او د بريا دريڅې را ونغاړي.
اد کتاب د ځوانانو له پاره د زده کړې ډېر څه لري. ځوانان ترډيره د کار له پاره تر ټولو پاړکيو ډېره انرژي او توان لري او همدا يې وخت دی چې کار وکړي خپل ځان، کورنۍ، ټولنې او خپل هېواد ته د خدمت هوډ ولري. بریا ته رسېدل له سختو پړاونو تیرېدل دي، او په خيال پلوونو سره نه څوک د شخصيت، نه د ملکيت او نه هم د عزت څښتن کېږي. که يو ځوان غواړي چې ښه شخصیت، ملکيت، عزت او ښه راتلونکی ولری، نو همدا اوس دې لاس په کار شي، د هغه کسانو ژوند لیکونه د مطالعه کړي کومو کسانو چې له نکامیو او ناخوالو ته نه دي تسلیم شوي او د ماتې په وړاندې يې سخته مبارزه کړې او بریالیتوب ته یې ځان رسولی دی.
او همدارنګه د مشرانو له ژونده يې د زده کړي، د هغوی تېروتنې او پرمختګونه دې وڅېړي او له ځان سره یې د د یاښت په کتابچه کې ولیکي او په ورځينو چارو کې د ترې ګټه واخلي.
په کتاب کې د يو ویشتو اتلانو په کيسو سربېره د ليکوال پيليزه، د ليکوال محب الله زغم او تکړه ناول لیکونکي نصيراحمد احمدي سريزې هم راغلې دي.
لیکوال محب الله زغم په خپله سریزه کې وايي:
اتلان په هر ځای او هر وخت کې شته، خو زموږ له سترګو پټ پاتې دي.
موږ ګومان کوو چې اتلان یوازې هغه خلک دي چې په ملي یا نړیواله کچه پېژندل شوي وي، نوم، شهرت ، مقام او شته ولري؛ خو زما په فکر هر څوک چې ستونزو ته ماتې ورکوي او خپل ژوند، ان که د خلکو په باور وړوکی ژوند هم وي سمبالوي، هغه اتل دی.
دا خبره مشهوره ده چې د هر بریالي سړي تر شا د یوې ښځې لاس وي. په دې واقعي کیسو کې داسې ډېرې نمونې وینو چې یوه مور، ترور یا بلې ښځې د یوه اتل لاس نیولی او تر بیا یې رسولی دی.
زموږ په ټولنه کې کېدای شي هر څوک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، خو دغه ستونزې د نجونو او مېرمنو له پاره څو ځله زیاتې دي، خو وقار صیب یوازې د محمودې تقوا د ژوند لیسه کوي، حال دا چې هر بریالۍ مېرمن مو د اتلولۍ یوه کیسه لري.
بل ځای نصیر احمد احمدي هم په خپله سریزه کې په دې تاکید کړی، چې د دې ټولګې لیکنې د هر عمر لوستونکو له پاره په زړه پورې او له پیغامه ډکې دي، خو تنکیو ځوانانو ته ژور فکر ورکولای شي. دوی د وخت په ارزښت پوهوي، له مطالعې او زده کړې سره یې زړونه تړي او له روخي پلوه دا توان وربښي چې ستونزو ته د تسلیمۍ پر ځای باید له ستونزو سره مقابله وکړي.
په دې لیکنو کې ځوانانو ته دا ورښودل کېږي چې څنګه په ټولنه کې لوړ شخصیت ومومي، څنګه درناوی پیدا کړي او څنګه د مشرانو له تجربو سالمه ګټه واخلي او یو څه ترې زده کړي.
په کتاب کې چې کومې کیسې ذکر شوې د يادو کيسو د کرکټرونو له پاره تر ډيره هڅه شوې، چې د هېواد له بېلابېلو سيمو څخه اتلان پيدا کړي، په دې ټولګه کې پښتون، هزاره، تاجک، کندهار، کابل، وردګ، ننګرهار، کنړ، تخار او نور څه په پام کې نه دي نيول شوي؛ بلکې چېرته چې يو څوک له سختیو او ماتو وروسته بریا ته رسېدلی او اتل څرګند شوی، کيسه يې را اخيستل شوې ده.
دا ټولې کیسې، دا ټول پرمختګونه او دا ټولې بریاوې بل څه نه دي، دا ټول د هڅو او هاند له برکته رامنځ ته شوي، که موږ هم کوښښ وکړو او خپله انګېزه له لاسه ورنکړو تل د خپل ځان لپاره مثبت ورځنی مهالوېش جوړ او پرې عمل وکړو نو وبه کولای شو، په ټولنه کې ځان ته ښه عزت پیداکړو او همدارنګه د ټولنې د پام وړ دروند شخصیت او نوښټګر وګرځو، وبه کولای شو، په ښه توګه د خپلو هېوادوالو خدمت وکړو او وبه کولای شو د هېواد ستونزو ته، چې ورځ په ورځ د ډېرېدو په حال کې دي يوه د حل لاره پيداکړو.
راځئ د دې يوویشتو هڅاندو افغانانو ژوند ځان ته يوه بېلګه وګرځوو او يو څه ترې زده کړو، د دوی له تیرو تجربو ګټه واخلو، په ژوند کې يې عملي کړو او پوه شو چې ریښتا هم لوړې ژورې لري، او په تياره پسې خامخا د رڼا څرک هم شته.
د دې کتاب لوستل په انسان کې د مبارزې، هوډ او بریا ته د رسېدو حس پیاوړی کوي نو لوستل یې د هر چا له پاره لازم بولم، په تېره بیا تنکي ځوانان او پېغلوټې چې اوږد ژوند یې په مخ کې دی، له کتاب څخه د اتلولۍ لارې چارې زده کولی شئ.
نو له هغه کسانو هیله کوم، کوم کسان چې له ژونده ستړي شوي او تل د مایوسۍ په فکر خپله ورځ تیروي، دغه کتاب ( هڅه او بریا) د ولولي او دا د ترې زده کړي چې ریښتیا هم ژوند ناکامۍ او بریا لري !
نو هڅه وکړئ د ناکامیو په وړاندې ودرېږئ تر څو بریا تر لاسه کړئ.
پای