په افغانستان کی ولی ۷۵٪ افغانان د هندوستان پلویان دی؟


دازادی راډیو په نړیوالو راپورونو کی می هغه راپور ولوستله چی په افغانستان کی دشو یو کومکونو لاسته راوړنو ته ځانګړی شوی وه
په راپور کی داسی راغلی وه چی هندوستان په افغانستان کی د امریکا د متحده ایالاتو نه ډیر زیات مینه وال لری ،دا په داسی حال کی ده چی په تیرو څو کلونو کی د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کی څه باندی پنځوس میلیارده ډالر مصرف کړی دی، دی نظر پوښتنی نه داسی څرګندیږی چی افغانان د امریکا دمتحده ایالاتو کومکونو ته دشک په سترګه ګوری او دشوی کومکونو د لګښت نه ډیر خوښ نه ښکاری اوزیاتوی چی دا کومکونو نه په ښه او موثر ډول نه دی کارول شی .
او بل لوری ته هندوستان هیواد دی چی په افغانستان کی یی په تیر څو کلونو کی یوا زی یو میلیارد او دوسه وه میلیونه ډالر مصرف کړی خو د امریکا دمتحده ایالاتو په پرتله افغانان تر ی ډیر خوښ دی ، او دد خوښی ستر عامل د هندوستان د کومکونو په ښه ډول لکښت په کوته کوی.
نو په همدی اساس دی ترسره شوی راپور پایلی داسی ښه یی چی دامریکا دمتحده ایالاتو په پرتله هندوستان په افغانستان کی ډیر پلویان لر چی په هرو څلور افغانانو کی چی تر نظر پوښتنه شوی دری افغانان د هندوستان نه خوښ او دهندوستان په پلو ښکاری.
نواوس رازو اصل مطلب ته او هغه داچی ایا واقعا هم دهندوستان کومکونو دومره کټور دی ، او یا که د کومکونو تر څنک داسی نور عوامل هم شته چی په افغانستان کی د هندوستان دلا زیات محبوبیت سبب کرځیدلی وی، که چیر لګ دقت وشی نو پنځوس میلیارده او ۱،۲ میلیارده ډالر ډیر زیات توپیر لری که چیر داسی هم شوی وی چی دهندوستان ټول کومکونونه په مکمل ډول ګټه پورته شوی وی او او د امریکا د متحده ایالاتو د کومکونو څلورمه برخه په مکمل ډول کارولی شوی وی بیا هم ۱،۲۵ میلیارده ډالرراځی، چی څلورمه برخه یی هم دهندوستان د ټولو شویو کومکونو نه زیات ته ، نو بیا ولی هندوستان د امریکا§ دمتحده ایالاتو په پرتله په افغانستان کی زیات محبوبیت لری .
دپورتنی پوښتنی په ځواب کی باید ووایم د کومی لاری نه چی هندوستان په افغانستان کی محبوبیت لاس ته رواړی په هغه لاره کی د هندوستان حکومت یو ډالر هم ندی مصرف کړی ،دا خو زمونږ خپل افغانان دی چی دهندوستان د محبوبیت لپاره یی شپه او ورځ یو کړی او په نه ستړی کیدونکی هڅو یی لاس پوری کړای دی.
نو په پوره باور سره داسی ویلای شم که چیری هندوستان په افغانستان کی یو ډالر هم نه وای مصرف کړی بیا به یی هم هندوستان په افغاستان کی د نور بهرنیو هیوادنو په پرتله زیات محبوبیت درلوده .
په افغاستان کی دهندوستان د محبوبیت ستر عامل هندی فلمونه اوسیریالونه دی چی دهندوستان د کومک نه پرته نن هر کور ته رسیدلی دی ، او په څومر لږ موده که چی دی فیلمونو او سیریالونه هندوستان ته محبوبیت ور کړ هیڅ مالی سیاسی او نظامی کومک نه شو ور کولای ،او لکه څرنکه موچی پورته وویل هندوستان ته په دی ستر لاس ته راوړه نه کی ، زمونږ وطن والو ډیر زیار ایستلی دی ، دکرزی صیب د حکومت سره چی کله یو ځل بیا په افغاستان کی انځوریزه او غږیزه رسنیو په کار پیل و کړ نو دهماغی ورځی نه بیا تر نن پوری د هندوستان محبوبیت ورځ په ورځ زیاتیږی .
کله چی یوازی ملی رادیو او تلویزوین وه نو بیاهم دهندی سندرو او هندی فلمو بر خه ساتل شوی وه ، تر ټولو مبارکه شپه چی د جمعی شپه ده دا دملی تلویزیون له خوا د هندی فلم د ښودلو لپاره ځانګړی شوی وه ، خو هغه مهال بیا هم دو مره ښه وه چی تر یو اندازی پوری ځینی اسلامی او فرهنکی ارزښتنوساتل شوی وه او چا ته دا اجازه نه ورکول کیده چی چی دا ارزښتنونه تر پښو لاندی کړی ، بیا ده څه وخت په تیریدو سره په افغانستان کی ځینی خصوصی رادیوګانو او تلویزیونو په کار پیل وکړ.
داچی افغاستان دی رادیوګانی او تلویزیونونو په برخه لکه د نورو برخو په څیر داخلی تولیدات نه لری ، نو چی هر کله داخلی تولید نه وی نو د مصرف لپاره باید هماغه توکی د بهرنه وارد شی چی زمونږ رسینوهم همداسی کار وکړ ، د اچی وکولای شی چی خپلی رسنی پر مخ بوزی نو د هندوستان ایران تاجکستان ترکی اود نړی د نروهیوادنونه یی د سندرو فلمونو او سیرایلونو په واردولو پیل وکړ ، یو ځل بیا هم دبازار د اصولو مطابق هر څه ته چی تفاضا زیاتیږی نو په هماغه برخه کی عرضه هم ورسره زیاتیږی، نو په افغانستان کی هم هندی سندرو او فلموته تقاضا ورځ په ورځ مخ په زیاتی دو وه نو هماغه وه‡ چی رسنیو هم یو بل نوښت وکه او هغه دهندی سریالونه ژباړه وه دری او پښتو ژبو ته ترڅو چی خپلو لیدونکو او اوریدونکو ته لا ښه خدمت کړی وی نو هندی سریالونه یی په دری او پښتو وژباړل او دهندوستان محبوبیت ته یی لاره نوره هم اواره کړه ، نو داچی اوس په هره رسنی کی هندی سندری فلمونه او سریالونه خپریږی ، او بیا بل لوری ته دا سندره فلمونو او سریالونه په هر کور کی مینوال لری او په ډیر شوق او رغبت سره کتل کیږی نو څرنکه به هندوستان په افغانستان محبوبیت نه ترلاسه کوی .
نو دهندوستان دمحبوبیت ستر عامل په افغانستان کی دهندوستان مالی کومکونه او یا ددی کومکونو موثر کټه نه ،بلکه هندی سندری فلمونه او هندی سریالونه دی چی هندوستان ته یی نن دومر محبوبیت ور په بر خه کړی ، او دا چی ولی دری نفره د څلورنه د هندوستان پلویان دی ، داځکه چی هغه یو نفربه تراوسه رادیواو یا تلویزیون نلری یا به برق نلری اود دهندی سندرو او فلمو سره به نه وی اشنا شوی ، نو که چیری هر څه داسی روان وی نو لری نه ده چی په راتلونکی نظر پوښتنه کی د څلورو نه څلور به دهندوستان مینوال وی. احمدزی افغان جرمنی