دفتري ادبيات


انسانانو ته د ژوند تېرولو بېلابېل اصول ورکول شوي دي. هر ځای کې د هماغه ځای مناسب او جوړ اصول مخته وړي؛ که مراعت نه شي نو کېدلی شي ستونزې پېښې کړي.
موږ لا د ژوند له ډېرو برخو ناخبره يو. ډېر څه مو نوي اورېدلي دي او په نورو هېوادونو کې زړې کيسې موږ اوس ورو- ورو پر ځان عملي کوو او يا غواړو ځان ورسره عادت کړو.

د دې لپاره چې ټولنه کې ښه ژوند وکړو، بهتره ده هغه چاپيريال چې پکې اوسېږو، درک کړو او بيا پکې له مذهبي او کلتوري ارزښتونو سره په نه ټکر کې تعامل وکړو.

اداري سيستم زموږ په ټولنه کې ځوان دی، شخصي لا څه چې دولتي ادارې مو هم هغه اصولو ته نه دي ژمنې چې د دولت اصول او کړنلاره ده. خو لږ تر لږه که دفتري ادبيات مراعات کړو نو د ستونزو کچه به مو راټيټه شوي وي.

زه يو څو بېلګې راوړم، ترڅو موضوع ښه روښانه شي. يو وخت مې يوې ادارې کې کار کاوه. د ادارې مشر ډېر جدي چلند کاوه، فکر يې کاوه چې زما جديت د کارکوونکو پر کارونو اغېز کولی شي خو وروسته مالومه شوه چې ټولو کارکوونکو له خپل مشر شکايت وکړ او له دندې ګوښه شو.

يوې بلې ادارې کې مې کار کاوه. مېلمانه مې لرل. د ادارې مرستيال ته مې زنګ وواهه چې نه شم کولی دندې ته درشم. هغه دومره جديت وکړ چې مېلمانه مې پرېښودل او چې دفتر ته لاړم هر څه عادي روان وو. مسؤل کس فقط له خپل جديت خوند اخيسته.
که د يوې ادارې مشر / مرستيال د خپل کارکوونکي غوښتنې او مجبوريتونه درک نه کړي، نو لويه غلطي کوي.

موږ په خپلو دولتي او نا دولتي ادارو کې تقريباً درې ډوله مديران لرو. د لوړې کچې مديران، د منځنۍ هغه او د ټيټې کچې مديران. دا په ترتيب يو بل ته ځواب ويونکي دي.
خو د لوړې کچې مدير مو مستقيماً د ټيټې کچې مدير څخه کار غواړي او د کار غوښتلو لپاره له هر ډول اسلامي او ټولنيزو اخلاقو سرغړونه کوي. غصه کېږي. د مراجعينو مخته داسې بدرنګې خبرې وکړي چې د همدغو مراجعينو چې د ټولنې عام خلک دي هم د ادارې پر مشر بې باوره شي او د ده پر وړاندې بيا منفي تبليغ کوي.

کلونه وړاندې مې يوې ادارې کې کار کاوه. د کورنۍ غړي مې راغلل، زه چې د دفتر د مشر سره د هغه په کاري خونه کې وم. نو زما د کورنۍ د غړو مخته يې ماته جدي امرونه وکړل. ظاهراً يې داسې ښودل چې ګواکې جدي مشر دی خو زما د دوستانو مخته يې زما ترڅنګ خپل شخصيت هم ټيټ کړ.

موږ بايد اداري نزاکتونه مراعت کړو. اداري نزاکتونه مو سره له دې چې ترمنځ مينه ډېروي بلکې په کارونو کې لا همغږي او ښه والی هم راولي.

يو ښه اداره‌چي او ښه مشر بايد عالي اخلاق ولري. د غوره اخلاقو په مرسته بايد خپل مراجعين ډېر کړي او دومره نيک چلند بايد وکړي چې د ټولنې لپاره د نيکنامۍ بېلګه شي.
ما چې کلونه کلونه په بېلابېلو ادارو کې کار کړی دی، که په کومه اداره کې په لوړ بست هم مقرر شوی يم نو د ادارې د ټيټ پوړي مدير څخه مې هم ځان ټيت بللی دی. ښايي دا د انسانيت تقاضا وي، خو ماته يې دا کړاو پيدا کړی چې د ادارې هر کارکوونکی راباندې تېز راغلی او ټيټ يې بللی يم.

که د يوې ادارې مشر د ټيټې کچې مدير سره هم په نزاکت خبرې وکړي نو هم به ټيټ پوړی مدير خوشاله وي او هم به خپل کار کې اخلاص وښيي؛ ګني د اداري اصولو له مخې حق نه لري چې مستقيماً له ټيټ پوړي مدير د کار غوښتنه وکړي. دی کولی شي د منځنۍ کچې له مدير کار وغواړي.

زه فکر کووم، په ډېری ادارو کې موږ تر اوسه نزاکت نه مراعتوو. رسميات مو تر ملګرتيا او خپلتيا قرباني کړي دي. اداره کې بايد موږ د رسمياتو او اصولو تابع شو. دلته بايد د ملګرتيا او خپلوۍ اړيکه ونه پالو؛ ګني کارونه به مو له خنډ سره مخ وي.
ما د ليکنې سرليک دفتري ادبيات ټاکلی، هدف مې ترې دفتر کې مؤدب اوسېدل او د دفتري نزاکتونو او اصولو مراعتول دي.
۱۳۹۷ د سلواغې اوومه