
روهي (يوه نۍ/۷ د سلواغې)، فلپيني چارواکي وايي چې په جولو ټاپو کې د يوې کليسا دننه دوه چاودنې شوې؛ شل کسان يې وژلي او يوسلو يوولس نور ټپيان دي.
د امنيتي چارواکو په وينا چې چاودنې نن ورځ د يوې دقيقې په واټن یو بل پسې شوې دي او دغه تلفات يې رامنځ ته کړي دي.
د سيمه ييزو مسوولينو په وينا چې په شلو وژل شوو کې پنځه يې پوځيان او همدا ډول د ټپيانو په منځ کې ۲۱ پوځي کسان ډي.
د فلپين ولسمشر د هېواد په سويلي برخه کې بيړنی وضعيت اعلان کړی او ګواښ يې کړی چې د پېښې عاملين که د نړۍ په هره برخه کې وي دوی به يې ونېسي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغه بريد مسووليت نه دی منلی.