اسفندیار ولي خان: افغان حکومت دې د سولې په خبرو کې برخه ورکړل شي

روهي (يوه نۍ/۷ د سلواغې)، د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې په خبرو کې بايد افغان حکومت هم برخه ورکړل شي.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ په پېښور کې د ولي خان د مړينې په تلين غوڼده کې کړي او د افغان حکومت په لور يې ټېنګار کړی دی.

اسفندیار ولي خان ويلي چې د خبرو په لومړنيو پړاونو کې امريکا او طالبانو يا امريکا او پاکستان سره خبرې وکړې خو په وروستي پړاو کې بايد افغان حکومت هم خبرو ته داخل شي.

د يادونې ده چې د امريکا د غوښتنې سره - سره بيا هم طالبان تر اوسه نه دي تيار شوي، چې له افغان حکومت سره مخامخ د سولې خبرې وکړي.