د حکومتولۍ په ننګه، د سولې پخاطر د مؤقت حکومت بدیل طرحه!

دا چې افغان ولس سولې ته څومره وږی، تږی او سولې ته د رسیدو لپاره یې څومره ډېرې قربانۍ ورکړي دي په هماغه اندازه د مؤقت حکومت د نوم څخه موړ او د تېرو مؤقتو حکومتونو د پیامدونو څخه بې شمېره بدې او زړه بوږنوونکې خاطرې لري.

د نړۍ سترو او مشهورو جګړو ته ((چې د میلیونونو خلکو څخه یې د ژوند خوږ نعمت اخیستی او حکومتونو ته یې په میلیاردونو ډالر زیان ور اړولی دی)) دوه اړخیزه او یا هم څو اړخیزه مذاکراتو د پای ټکی ایښی دی.

افغانان هم د تېرو څلورو لسیزو راهیسې د داسې جګړو قربانیان دي چې د هرې جګړې نوم له ختمیدو وروسته زمونږ قاموس کې ځای پیدا کوي او ولس ورسره له سترې قربانۍ بعد اشنا کیږي.

دا چې اوس د جګړو ستر تمویلوونکي نور له جګړو ستړي شوي دي او د جنګ نور دوام ورته د خپلو ملتونو د پاڅون سبب کیږي نو پتیلې یې ده چې دغې ستونزې ته سیاسي حل لار پیدا کړي. همدې هدف ته د رسیدو په خاطر یې زلمی خلیلزاد د ځانګړي استازي په توګه وګماره چې دغه چاره ممکنه کړي او خلیلزاد هم دغه لړۍ تیزه روانه کړې ده چې طالبان نور د جنګ څخه د باندې او د یو سیاسي حرکت په لور بسیج کړي.

له کله نه چې د طالبانو سره د سولې پټې او څرګندې ناستې تر سره شوي دي نو له ځان سره یې د مؤقت حکومت خبره راپورته کړې ده تر څو یوه مؤقته اداره رامنځ ته شي او د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره بستر جوړ کړي.

دا چې افغانان د مؤقت حکومت څخه ښې خاطرې نه لري او د ډاکټر نجیب الله د حکومت څخه وروسته مؤقت حکومت کورنیو جګړو ته لاره پرانیسته او همدې جګړو د افغانانو د مرګ ژوبلې ور اخوا افغانان د نړۍ سره د سیالۍ نه کلونه کلونه شاته پاتې کړل او بیا ځلې د طالبانو د اسلامي امارت د سقوط وروسته د بن د ناستې په پایله کې چې کوم مؤقت حکومت رامنځته شو د ډیرو بې عدالتیو سبب ورګرځید او دغه بې عدالتۍ لا هم دوام لري او یو ځل بیا د مؤقت حکومت ډنډوره غږېږي.

د همدې تشویشونو د رفع کیدو په خاطر غواړم د مؤقت حکومت بدیل یوه طرحه معرفي کړم چې تر ډیره بریده ورته په اساسي قانون کې هم اشاره شوېده، هم به د همدې طرحې په مټ د سیاسي خلا د رامنځته کیدو او هم به په نظام د ولس د بې باورۍ مخه ونیول شي همدارنګه به طالبانو ته دا ډاډ ورکړل شي چې ټول به عالا سویه په یو ډول له ټاکنیزبهیر سره یو ځای کیږي.

طرحه:
ولس مشر محمد اشرف غني دې په خپل صلاحیت اجرائیه ریاست منحل اعلان کړي، دا کار ځکه شونی دی چې دغه ریاست د ولسمشر په صلاحیت رامنځته شوی دی.

ورپسې دې خپله ولسمشر او د ولسمشر لومړی مرستیال استعفاء لیکونه ولیکي او ملي شورا ته دې اعلام کړي.

((دا چې په اساسي قانون کې د ولسمشر او د لومړي مرستیال په یو ځای د استعفاء یادونه نه ده شوې اما په یو ځای یې د مړېنې یادونه شوې نو غبرګې استعفاوې د ورته حالت یو عکس کیدای شي)).

د ملي وحدت د حکومت دویم مرستیال، د مشرانو جرګې مشر، د ولسي جرګې مشر او د بهرنیو چارو وزیر یو په بل پسې د دې اساسي قانون د (اووه شپېتمې)) مادې له حکم سره سم د جمهور رئیس وظېفې په غاړه واخلي.

په دې کار سره به د ټاکنیزو ټکټونو اوسنی مربع شکله قومي جوړښت هم په پام کې ونیول شي.

په دغه موده کې به د ملي وحدت دویم مرستیال سرور دانش د هزاره قوم استازولي وکړي، د مشرانو جرګې مشر به د پښتون قوم استازولي وکړي، د ولسي جرګې مشرعبدالروف ابراهیمي به د ازبک قوم استازولي وکړي او همدارنګه به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د تاجک قوم استازولي وکړي او د حکومت روانه بیړۍ به خپل مات ګوډ مزل جاري وساتي.

طالبان دې هم له دغې پروسې مخکې خپل مسولیتونه لکه د اوربند اعلان او داسې نور ادا کړي.همدارنګه که طالبان د سولې له شرایطو څخه یو شرط دا وړاندې کړي چې د ولسي جرګې ټاکنې دې بیا ځلې وشي تر څو دوی هم ولسي جرګې ته خپل نوماندان ور وپیژني نو شوې ټاکنې دې لغوه اعلان کړي او که همدا شوې ټاکنې مني نو پایلې دې وځنډوي او د ولسمشرۍ ټاکنو وروسته دې اعلان شي.

د یادولو ده چې د اساسي قانون د (اووه شپېتمې) مادې په اساس دغه څلور کسیزه حکومت پرمخ وړونکې ډله نشي کولی لاندې چارې ترسره کړي.
1 د اساسي قانون تعدیل؛
2 د وزیرانو عزل؛
3 ټولپوښتنه.

د پورته طرحې په مټ به وکولای شو د مؤقت حکومت د رامنځته کیدو مخه ونیسو او د سولې تحقق به شونی کړي، ورسره به همدا ټاکنیز ټیمونه او د طالبانو د نوي انتخاباتي ټکټ په شمول د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره چمتووالی ونیسي او ولس ته دې واک ورکړي چې کومه ډله انتخابوي.

د ګټلو په صورت کې دې ګټونکی ټیم د لویې جرګې په رابللو سره اساسي قانون تعدیل کړي. بله دا چې دلته به د دواړو اړخونو غوښتنې پام کې ونیول شي د طالبانو لپاره به یو لوی تغیر رامنځته شي او د حکومتي ډلو به دغه غوښتنه چې ورته د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې وايي خوندي کړی شي.

تر ټولو غټه لاسته راوړنه به دا وي چې له دغې پاکې خاورې به نور امریکا خپلې کډې بار کړي او ورسره به افغانان وکولای شي دا ځل خپل برخلیک په خپله وټاکي او نه دې پرېږدي چې ګاونډیان یا هم د سېمې دلال حکومتونه دې د دوی په برخلیک لوبې وکړي.