ګیله


                 ګيله
پرون ناروغ ومه نا مردي تاونه پوښتلم
تا ويلي آخ !
خداى دي ما مړه كړي
زه خبره نه وم
زه دي په سترګو كي د دروغو نښي ښي پيژنم
كه ته خبره نه وي
پرون زيارت كي ډيوه چابله كړه
بيګاه تر نيمي شپي په پټه دعا چا كوله
سهار پلوكي او ښكي چا غوټه كړي
ما به خداى څنګه جوړ كړي ؟
د دروغجنو دعا نه قبليږي.