
په خپله د ژورنالېزم له مسلک سره زیاته مینه او علاقه لرم، خو ځيني افراد او اشخاص شته چې زه ورسره مخ کېږم، چې دوی د ژورناليزم او رسنيو څخه زیات شکایت کوي او په بېلابېلو نومونو سره یې تورنوي.
دلته داسې پوښتنې پیداکيږي چې؛ ولې دوی په رسنیو بې باوره دي؟
ایا دوی د رسنيو په هدف او تګلارو نه دي پوهيدلي؟
ايا ژورناليستان خپل مسلک ته ژمن نه دي؟
ايا غيري مسلکي ژورناليستانو د رسنيو پاليسي خرابه کړې چې په ټولنه کې د ځينو خلکو مخالفت له رسنيو سره رامنځته شوی او که څه؟
سره له دې چې په دې ورستيو کلونو کې ډيرو ژورناليستانو ددې هيواد، خلکو او ټولنې لپاره ځانونه د مرګ تر خولې ورورسول.
ددې لپاره چې پورتنيو پوښتنو ته ځواب پیداکړم، او ددې ټولو ستونزو وجه درک کړم, نو ومې غوښتل چې په دې اړه د پوهنتون او ښوونځي د استادانو،ديني عالمانو، د رسنيو له کارکونکو، د زده کړيالانو، زده کوونکو عامو خلکو او... نظریات راټول کړم.
کله چې ددې پوښتنو د ځوابولو لپاره په نظرونو پسې راووتم، نو لومړی د پکتیا پوهنتنون د ژبو او ادبياتو پوهنځي د ژورناليزم او ټوليزو اړيکو څانګې محترم استاد؛ پوهیالی خالد احمد حبيب صېب ته ورغلم او په دې اړه مې ترې وپوښتل چې نوموړی د ژورناليزم په ارزښت او همدارنګه په رسنیو باندې د خلکو په بې باورې کېدو داسې نظر څرګندوي:
"که له ډېرو اوږدو خبرو تېر شو، د ژورناليزم ارزښت او ننني مقام ته فکر وکړو نو بايد ووايم چې ژورناليزم او رسنيو د خپل اهمیت له مخې د نړۍ په ډیموکراتيکو نظامونو کې د څلورمې قوې حيثیت غوره کړی، رسنۍ دي چې د حکومتونو او ملتونو ترمنځ منځګړیتوب کوي، ژورناليستان دي چې ملتونه یې خپل استازې ګڼي، خلک یې د زور زیاتي په وړاندې لوی او قوي مبارزین ګڼي، هر چاته په رسنیو کې خپل تصوير ښکاري او نور ... .
بله خبره د ټولنې بې باوري په رسنیو له دې امله ده چې؛ غیر مسلکي توب دی چې هم پالیسي ورانوي، هم بشري قوه، هم اداره او هم مالي برخه... ."
بل لورته مې د همدې موضوعاتو په اړه د خبريال حقمل مسعودزي صېب نظر راخيســــــــــتی، چې دی هم تر ډېره وخته په رسنيــــــــــو کې پاته شوی او اوس د (Paktia press club) مشر هم دی چې نوموړی په همدې موضوعاتو داسې نظر څرګندوي:
"رسنۍ په ټولنه کې د حکومت او ولس تر منځ د پول حيثيت لري، چې حکومت ټولنې ته او ولس حکومت ته پرې لاس رسی کوي، په کومه ټولنه کې چې رسنۍ نه وي، هغه ټولنه ګونګه ده، خپل غږ نه شي پورته کولی، خپل حقونه نه شي غوښتلی، حتی د حق غوښتنې او غږ پورته کولو روحيه يې مړه کېږي.
هغه ټولنه،چې فعالې رسنۍ لري، د هغو ټولنو په پرتله، چې رسنۍ نه لري، پرمختللې دي، چې له 2000 م کال ها خوا مونږ تجربه کړل، په افغانستان کې هر ډول جنايتونه تر سره شول، خو رسنۍ نه وې موجودې، چې نړيوال پرې خبر شي او خلک خپل غږ پورته کړي.
په دې اړه يو کتاب هم بسنه نه کوي، چې و ليکل شي، ډېر څه ته اړتيا ده.
بله دا چې په وروسته پاتې ټولنو کې خبريال او رسنۍ ارزښت نه لري، يو لامل يې دا دی، چې د هماغو ټولنو خلک د رسنيو خبريال په ارزښت نه دي پوی او د بېلابېلو ډلو له لوري يې اذهان داسې جوړ شوي، چې ګواکې رسنۍ او خبريالان د خلکو په تاوان دي، چې په اصل کې رسنۍ او خبريالان د هغې ډلې د نامشروع ګټو مخنيوی کوي.
دويم دا چې يو شمېر بهرنۍ رسنۍ، چې په يو شمېر هېوادونو کې فعاليتونه کوي او د خپلو هيوادونو په ګټه کار کوي او هغه څه خپروي، چې د خلکو اذهان ګډوډوي او په رسنۍ او خبريال باور راکموي.
درېيم لامل يې دا دی، چې يو شمېر رسنۍ ټولنې ته هغه څه وړاندې کوي، چې ټولنه اړتيا ورته نه لري، لکه په ټولنه چې تحميلېږي، چې دې کار هم په خبريال او رسنۍ باور کم کړی دی.
څلورم دا چې د افغانستان په څېر يوه ټولنه کې، چې دلته بېلابېلې جګړه مارې ډلې موجودې دي، هغه څه چې خبريال يې په خپلو سترګو ويني نشي خپرولی او د ښکېلو خواوو نظرونه خپروي، چې لامل يې د خبريال ژوند ته ګواښ دی، کله چې د ټولنې وګړي، څه په سترګو ويني او بېرته له رسنيو په هماغه ډول نه انعکاس کېږي، نو د وګړو باور په رسنۍ او خبريال کمېږي.
نور هم ډېر لاملونه شته".
له خبريال ثمرګل سمسور سره مې په دې اړوند خبرې کړې چې دی هم تر ډېره په رسنيو کې پاته شوی او اوس هم په غزني ولايت کې فعاليت کوي، چې نوموړی داسې نظر لري:
"لومړی راځم د ژورناليزم او رسنيو په اهميت غږېږم: رسنۍ دبیان ژبې دي ژورنالیستان دولس ژبې غوښتنې پوښتنې او نظرونه دهمدې رسنیو له لارې منعکسوي.
رسنۍ دمدنیت پر لور ټولنه بیایي، معلومات یې ورزیاتوي، نیمګرتیاوې یې ورښیي، دافهام اوتفهیم مؤثرې وسیلې دي، کله چې دوګړو ترمنځ افهام او تفهیم نه وي ټولنه پرمختګ نشي کولای او حتی ژوندیې بې مفهومه کیږي.
په یو وخت یو پیغام او نظر تر بې شمیره وګړو رسوي.
له دولت سره دقانون په پلي کولو کې مهم رول لري برعکس دولت دقانون په تطبیقولو باندې مجبوروي، دولس او دولت ترمنځ دارتباط یوه مهمه ذریعه ده.
اوس راځم چې هغه څه دي چې پر رسنيو د نيوکې سبب شوي؛ ژورنالیستان ګڼې نیمګړتیاوې لري، خو مسلکي بیا ډېر دقیق وي.
بل رسنیو زیاتره تجارتي بڼه خپله کړې، چې دې کار هم ژورنالیزم ته دروند تاوان رسولی.
کوم پوه خلک چې رسنۍ ملامتوي ګرم ندي، رسنۍ له خپل رسالت څخه ډېرې لرې کار کوي البته په بعضې مواردو کې لکه پردي فرهنګ ته کار کول، پردي عادتونو ته په یو ډول ترویج ورکول، واقعي زورواکي نه پوښتل او داسې نور ډېر مثالونه شته ...، چې دا هم دژورنالیستانو ملامتیا ده او هم پالیسي سمه نده. ځینې رسنۍ خوهغه مسائل چې د مطبوعاتو په قانون کې ذکر شوي هیڅ هم نه مراعت کوي، لکه له دیني مقدساتو سره ټکر باید ونکړي، خو دلته کیږي.
دڅار بنسټونه او دتطبیق له پلوه قانون تش دکاغذ پر مخ قانون پاته ده نور هیڅ نشته...".
خبريال واحد ګل هاشمي صېب چې تر ډېره په رسنيو کې پاته شوی او اوس په پکتياولایت کې د معارف رياست د ویاندويی دنده پر مخ وړي په دې اړه راسره نظر شریک کوي چې؛ ولې ځينې خلک په رسنيو باوريت نه ښيی او نه یې خوښوي، علت يې څه ده؟. چې په دې اړوند نوموړی داسې وايي:
" په یوه هیواد کې رسنۍ د څلورمې قوی په حیث بلل کیږي، نو ددې لپاره چې دوی ددې سیمې ګټو ته ژمن پاتې شي په بشپړ ډول بې پرې او باوري موضوعات خپاره کړي او ددې تر څنګ تر نشر ساحې لاندې سیمه کې خاینین خلکو ته وروپیژني نو دلته به رسنیو خپل مسؤلیت په سمه توګه ادا کړی وي. همداشان له دوی څخه تمه هم د همدغسې موضوعاتو د نشرولو کیږي ولې بدبختانه به ووایو چې په هیواد دننه ځینې رسنۍ شته چې د ځینو خاصو ډلو او زورواکانو په ګټه څرخي ددې تر څنګ دوی په لوی لاس سوړ جنګ ته زمینه جوړونکې دی مانا دا چې دوی په خپلو نشراتو کې داسې څه ته ځای ورکوي چې هغه په بشپړه توګه د سیمې له کلتور او عقیدوي ارشاداتو سره په ټکر کې وي چې د همدې امله زیات خلک دغسې رسنۍ نه خوښوي".
یادونه مې کړې وه چې له دینی عالمانو څخه به هم نظر اخلو، نو مولوی صاحب احمدالله تکل راسره په ژورنالیزم او رسنيو نظر شریک کړی:
"په خبري برخه زه له رسنیو څخه ډېر خوښ یم، ځکه که د نړی په هر کونج کې کومه پېښه رامنځته شوي وي دوی موږ ترې په خپل کور کې د راډیو، تلويزیون او موبایل له لارې خبروي، اما مسله داده چې ځیني پروګرامونه او خپرونې چې د تفريح په برخه کې دوی لري ډېر ترې ناخوښ یم خصوصاً له ټلویزوني رسنيو څخه.
که چېرته د يو خارجي سريال په خپرولو سره دوی یو بل داسې څه چې له کلتوري او عقيدوي اړخه سم وای نشرکولی څومره به ښه وه ".
له محمد اکبر نادرزده سره مې خبرې کړې؛ دی د ښوونځي استاد دی چې د ژورنالیزم او رسنيو په اړه د پورتنيو پوښتنو اړوند دده نظر داسې ده:
"په لومړيو کې به ووايم چې ځیني خلک ځکه له رسنيو او یا هم د ژورنالیزم له لارويانو څخه ناخوښ دي چې؛ دوی پېښې ته پر وخت رسيدګي نه کوي، او بله دا چې زیات له انځوريزو رسنيو څخه ناخوښ دي ځکه چې دوی ډېری داسې سريالونه خپروي چې زموږ د ټولنې له کلتور سره په ټکر کې وي.
راځم دې ته چې په ټولنه کې یې رول بيخي زيات ده، ځکه چې همدا رسنۍ دې چې د خلکو غږ تر مسئولو چارواکو رسوي، همدا رسنۍ دي چې د ټولنې په علمي او معلوماتي برخو کې کار کوي، همدا رسنۍ دي چې په تجارتي برخه کې زموږ کاروبار ته پرمختګ ورکوي ".
نورولي هم د ښوونځي استاد دی او ده راسره د ژورناليزم د اهمیت په اړه نظر څرګند کړی:
"په ټولنه کې د ژورناليزم يا رسنيو اهميت ډېر زيات ده، لکه د خلکو د ذهنونو په جوړولو کې، خلکو ته په خپل وخت د هيواد او نړۍ په اړه معلومات وړاندي کوي، خلکو ته تعليمي، روزنيزې، سپورټي، روغتيايي، زراعتي او تفريحي خپرونې وړاندې کوي. همدارنګه ژورناليزم د خلکو او حکومت ترمنځ اړېکې ټينګوي. ژورناليزم یا رسنۍ د نړۍ څلورم ځواک هم ده ".
څنګه مې چې ويلي وو چې پدې تړاو به له زده کړيالانو او محصيلینو سره غږیږو، نو د پوهنتون له زده کړيال فدامحمد حقمل سره په ژورناليزم او رسنيو وغږيدم او دی داسې نظر لري:
"لکه څنګه چې موږ او تاسي ښه پوهیږو چې ژورنالیزم په ټولنه کې زیات ارزښت لري، که ژورنالیزم نه وای موږ د یو بل له حالاتو یا بیخي خبریدو نه یا به هم ډیر په سختي سره خبریدلو، ژورنالیزم دی چې له نړۍ څخه یې یو وړکی کلی جوړ کړیدی.
ژورنالیزم دی چې د خلکو تر منځ یې اوږدې فاصلي لنډې کړې دي،همدا ژورنالیزم دی چې د خلکو فکر یې په خپل لاس کې نیولی دی، چې کوم طرف ته وغواړي، بدلولی یې شي، که څوک و غواړي ، یا یو ملک و غواړي بل ملک تر خپل تاثیر لاندې راولي نو د همدې ژورنالیزم په واسطه کولای شي په اساني سره دا کار وکړي... .
ژورنالیزم د اطلاعاتو او معلوماتو په لیږدولو کې مثبت رول لوبوي، ژورنالیزم خلکو ته مثبت فکر ورکوي.
که یو هیواد قوي ژورنالیستیک فعالیتونه ولري نو له هر ډول ستونزو څخه به په امن کې وي.
دا چې بعضې اشخاص یا افراد په رسنیو نيوکې کوي نو لامل یې دادی چې؛ ځينې رسنۍ پردی کلچر نشروي، د بل چا لپاره کار کوي، چې دا پر ټولنه منفي اغېزه کوي.
اوس مهال ځکه په ټولنه کې رسنۍ بې باوره دي چې د رسنیو اصلي حالت خلکو ته څرګند نه دی، ریشتیني څیره یې نه دی ور معلومه،دوی اوس رسنۍ یوازي د سندرو، سریالونو او نورو د خبرولو اله یادوي".
د ښوونځي زده کونکی انعام الله وايي چې:
"ما له رسنيو څخه ډېر څه زده کړي، بالخصوص د غږيزو رسنیو څخه او زه هر وخت په خلاص وخت کې راډیو اورم.
همدارنګه دا به ووايم چې ځینې خلک ځکه په رسنیو باور نه کوي چې هغه د رسنۍ اهميت نه پيژني، دوی ته باید عامه پوهاوی ورکړل شي ".
له يادونې سره سم به د عامو خلکو نظر هم اورو چې حاجي نورالله خان راسره د ژورناليستانو او رسنيو په اړه خبرې کړې دي، چې نوموړی داسې وايي:
"شاوخوا ۵۱ کلن يم، او ډېر وخت کيږي چې په کور، موټر او همدارنګه کله چې دغسې په پټيو چکر راوهم نو بيا مې هم له ځان سره راډيو چالان کړې وي او خبرونه، سپورتي خپرونې، تعليمي خپرونې او داسې نور بيلابېل موضوعات تعقیب کوم.
خو زه چې څومره فکر کوم او څومره تجربه لرم، نو دا وايم چې ژورناليستان او خبريالان د ټولنې او خلکو ريښتيني استازي دي.
ځکه دا خبريالان دي چې تل د ولس تر څنګ دريدلي دي او د ولس لپاره د هر نوعه ستونزو د حل کولو لپاره له حکومت څخه غوښتنې کړې دي.
بل دا چې ځينې خلک چې زه یې هم پېژنم چې دوی رسنۍ نه خوښوي هغه د رسنيو له هغو پروګرامونو څخه ناخوښ دي چې دديني مسايلو سره په ټکر دي، نو کله چې دا ټکرونه ويني نو د رسنيو په مثبتو کړنو هم بې باوره کېږي ".
خوږو لوستونکو تاسې تر دې ځايه بېلابېل نظریات ولوستل او دابه درته معلومه شوې وي چې په ټولنه کې ژورناليزم، رسنۍ او د رسنيز ډګر لارويان څه رول لري، خو مخکې تر دې چې په رسنيو کې د شته ستونزو په اړه خبرې وکړو، په ژورنالیزم او د ژورناليزم د ارزښت په اړه غواړم درسره څو خبرې په لنډو ټکو کې وکړم:
هغه واقعتونه یا هغه څه چې ټولنې ته په زړه پورې وي يا په ټولنه په مستقیم او غیر مستقیم ډول اغيزه کوي تو ټولنه د پرمختګ، ودې او سمون په لور بیایی ژورناليرم دی.
همدارنګه د بي بي سي خبرياله صفیه حليم په خپل کتاب (ژورناليزم) کې ژورناليرم د ريښتیا ويلو او حقیقت ويلو مسلک ګڼي. همدارنګه ريښتيا او حقيقت د ژورناليزم بنسټ ګڼي. خو له ډېرو تعريفونو څخه یې تېرېږو ځکه چې د ژورناليزم لپاره ډېر تعريفونه دي، ځکه هر مسلکي ژورناليست ورته بېل بېل تعريف لري.
راځم دې ته چې په ټولنه او خلکو کې د ژورناليزم، ژورناليست او رسنۍ ارزښت څه شی دی.
لکه څـــرنګه چې تاسو ته معلومه ده ژورناليستان شپه او ورځ خلکو ته د خبر رسولو او معلوماتو په خاطر بيلابیل معلومات راټولوي او خپروي یې، خو خوشبختانه به ووايم چې د ژورناليزم د مسلک لارويان د خبر رسولو تر څنګ نور هغه څه چې موږ بايد په ژوند کې پرې پوه شو هغه هم خپروي لکه؛ تعلیمي خپرونې، ديني خپرونې، موضوعاتی، ادبي، سپورتي، د بزګرانو لپاره ځانګړې، د تجارتي معلوماتو خپرونې او ... .
خو ددې ترڅنګ يوه رسنۍ د خلکو د ذهن په اړولو او خلکو د نوي فکر په ورکولو کې هم زیات رول لرلای شي او داسې نورې ګټې هم لري... .
تر ټولو ستره خبر خو داده چې یو عالم وايي؛ که چېرې يو هيواد سالم مطبوعات ولري نو بنديخانو ته ضرورت نه لري.
اوس راځو دې ته چې په رسنیو کې شته ستونزې څنګه کولای شو له منځه یووړل شي؟
لومړی: د خلکو له نظریاتو څخه د ځینو نظر یې دا هم وو چې غیرې مسلکي ژورناليستان په رسنیو کې ستونزې رامنتځته کوي، دا نظر زه هم تائیدوم باید په رسنيو کې مسلکي ژورناليستان کار وکړي، داسې ژورناليستان چې د ژورناليزم اصولو ته ژمن، د هيواد ملي ګټو ته ژمن، د ټولنې کلتور په نظر کې ونيسي، عقدوی مسائل په نظر کې ونيسی تر څو يو ښه رسالت تر سره کړي.
دوهم: تر ډېر بريده چې په رسنيو خلک بې باوره دي نو ددې يو علت داده چې په اوسني وخت کې ځینې رسنۍ خپلواکې نه دي او د یوه لوري لپاره کار کوي چې دا يوه لويه ستونزه ده او دا ستونزه بايد له منځه لاړه شي.
دريم: هغه خپرونې چې د راډیو یا ټلویزیون له لارې نشر کیږی او د عقيدوي او کلتوري قواعدو سره په ټکر کې دي چې بايد له منځه لاړې او پر ځای یې داسې یوه خپرونه رامنځته شي چې هم له کلتور سره سمون وخوري او له عقیدې سره په ټکر کې نه وي.
دا چې ددې ستونزو لپاره نور نظريات هم شته خو يو ځل بيا په دې تړاو د استاد خالد احمد حبيب صېب نظر ته ورګرځو چې داسې وايی:
" له هر څه وړاندې باید د رسنۍ نشراتي پلان او پالیسي له ملي ګټو، عقیدوي او فرهنګي ارزښتونو سره همغږې جوړه شي.
ورسره د همدې پالیسي لپاره مجرب، مسلکي او د ژورنالیزم نړیوالو او کورنیو اصولو ته ژمن کسان د مسوولینو او خبریالانو په حیث وټاکي.
هغوی وخت په وخت تعقیب شي.
ټولې خپرونې د ضرورت پر بنیاد جوړې او د ولس غوښتنې پکې په نظر کې ونیول شي..
هڅه وشي چې ټولې خپرونې داسې عیارې شي چې مثبتې خبرې او پیغامونه ولري.
داسې خپرونې دې تاسیس او مخ ته یوړل شي چې ولسي باور راخپل کړي، دا کار هغه وخت ممکن دی چې موږ خپل ولس ته هیله بښونکي او د ژوند اړوند له جنګ پرته په نورو ډېرو مسایلو خبرې ولرو، چې لا هم ورته هیڅ پام نه دی شوی.
د ژورنالیزم موضوع ژوند دی، د ژوند اړوند بلا خبرې شته چې موږ یې یوازې جنګي اړخ باندې رسنۍ بوختې کړې دي.
دا او دې ته ورته ډېرې کیسې شته چې که په پام کې ونیول شي نو هم به رسنۍ باور پیدا کړی وي، هم به موږ مسوولیت ادا کړی وي، هم به مو ولس یوه ښه او مالوم لوري ته رهبري کړي وي".
همدارنګه ددې ستونزو د هواري به مورد په هیواد کې د ودان افغانستان ګوند مشر تابه سېدالرحمن نیازي صېب هم نظر څرګند کړی چې وایی:
"زما د مالوماتو له مخې رسنۍ یوازې د مالوماتو او خبر رسولو او شریکولو دنده نه لري بلکه د یوې ټولنې د فکر جوړولو او فکر ورکولو دنده هم لري. رسنۍ باید د ولسونو د اړتیاوو، کلتور، عقیده ، ژبه او ارزښتونو سره سم مخ ته لاړې شي. رسنۍ که غواړي د ولسونو باور خپل کړي په کار ده چې د ټولنې د اړتیا سره سم پروګرامونه او خپرونې ولري که يې ونه لري نو خلک يې اوریدو ته علاقه نه ښيي او پرې بې باوره کیږي.
زموږ د افغاني رسنیو ستونزې په دې ډول دي:
- خپلواکې نه دي. خپلواکي یوازې دا نه ده چې هر ډول خبر خپرولای او جوړولای شي بلکه اصل خپلواکي مالي خپلواکي ده. دلته چې کومې رسنۍ مالي خپلواکې نه لري هغه مجبور دي چې د هغو برنامې او پروګرامونه مخ ته یوسي چې مالي امکانات ورته برابروي. کله چې بل څوک ورته برنامه او پروګرام برابروي نو حتما به هغه خپل اهداف پالي، نه زموږ د ټولنې اړتیاوې.
- افغاني رسنۍ د هغو خلکو له خوا چې د دولت په دستګاه کې برلاسي دي د پروژو په شان راوړل کیږي لکه محلې راډیوګانې. په پروژه کې مادي ګټه په نظر کې نیول کیږي، نه د رسني اصل دنده.
- د رسنیو وال مسلکي ظرفیت نه لري. د یو دوه کورسونو په ویلو به د ژورنالیزم ډګر ته راشي او ژورنالیست به ورته ځان مالومیږي. کله چې ظرفیت نه وي نو طبعي ده چې رسنیزې چارې به د ولسونو په ګټه نه وي.
- د حکومت له خوا د رسنیو د قانون د عملي کیدو برخه هم خواره ده. کله چې رسنۍ قانون په نظر کې ونه نیسي او فعالیت کوي نو طبعا چې رسنیز تولید به يې د ولسونو په ګټه نه وي.
- زموږ اکثره رسنۍ د اړتیا سره سم پروګرامونه نه جوړوي یا يې ظرفیت نه لري او یا د جوړولو لپاره لازمه خپلواکي نه لري. که په لرې پرته سیمه کې اړتیا وي چې څنګه یوه مور خپل ماشوم ته شیدې ورکړي چې موثریت يې ډیر شي، نو محلې رسنۍ د سندرو پروګرام نشر کوي. ممکن زموږ بزګر د مڼو د ونو شاخ بري ته اړتیا ولري خو زموږ رسنۍ ورته یوازې جالب مالومات نشروي.
ددې لپاره چې دا ستونزې حل شي او د خلکو باور په رسنیو زیات شي باید په دې برخه کې قانون عملي شي، دولت د قانون د عملي کیدو مسولیت لري. د رسنیو خپرونې باید د اړتیا سره د افغاني ټولنې د نیمګړتیاوو سره برابرې شي. تولید يې د ولسونو غوښتنو ته ځواب ووايي. د افغاني رسینو ظرفیت دي لوړ شي او هغه څوک چې یو دوه ورځې يې د ژورنالیزم کورسونه ویلي وي د ژورنالیست په نوم رسنۍ ته ولاړ نه شي. په مالي توګه د رسنیو خپلواک کیدل او مالي چارې يې څارل تر هر څه اړین دي. هغه رسنۍ چې مالي خپلواکي نه لري، ظرفیت يې ټیټ دی او تولید نه لري حتما به سقوط وکړي او رښتینی رسنۍ به میدان ته راووځي".
نو درنو لوستونکو تاسې په دې مقاله کې د ژورناليزم د ارزښت، اهمیت او همدارنګه په شته ستونزو معلومات او نظریات راسره ولوستل، په دې هیله چې یو څه به مو ترې زده کړي وي.
په پای کې ټولو ژورناليستانو وروڼو ته د ښه رسالت غوښتونکی يم او په هم دې هيله چې په رسنیز ډګر کې شته ستونزو ته پام وکړي او له تېروتنو څخه ځان وساتي.