محکمه: نقيب الله محسود بې ګناه وو

روهي (جمعه/۵ د سلواغې)، د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د خيبرپښتونخوا يو ځوان (نقيب الله محسود) چې تېر کال پوليسو ووژلو، بې ګناه ثابت کړ.

محکمې ويلي دي چې نقيب الله محسود له ترهګرو او وسله والو ډلو سره اړيکې نه درلودې او پولیسو بې ګناه وژلی دی.

د پاکستان د ترهګرۍ ضد دغه محکمې په نقيب الله محسود او د هغې په درېيو نورو ملګرو ټول لګېدلي تورنه غلط ثابت او رد کړل.

د نقيب الله محسود له وژل کېدو وروسته په پاکستان کې پښتنو ستر لاريونونه پيل کړل او تر نن ورځې د پښتون ژغورنې غورځنګ په نوم مبارزه کوي.