
دلته د وخت د بریالي مدیریت د اصلي کړنلارو عنوان په راوړلو سره هڅه کوو چې تاسو ته لارښوونه وکړو څو په نېغ ډول خپلې وروستۍ موخې ته چې د وخت له لاسه نه ورکول او د هغه سم مدیریت دی، ورسېږئ.
د وخت مدیریت شخصي پوهه ده
په هماغه ډول چې شپه او ورځ ثابت او مشخص وخت ځان ته ځانګړی کوي، دا وخت هېڅکله هم له ساعت څخه لږ او زیات کېږي نه او موږ هم دغه اصل په ژوند کې منلی دی. نو باید دا ټکی هم ومنو چې دا مونږ یو چې خپل وخت تنظیموو. موږ هېڅکله نشو کولای دا ساعت کم یا زیات کړو، خو په خپلې ښې پروګرام جوړونې سره کولای شو له دغه ټاکل شوي وخت څخه خپله ګټه اخیستنه زیاته کړو.
د وخت ضایع کوونکي ومومئ
تل د وخت د ضایع کوونکو په لټه کې واوسېږئ او ووینئ چې ستاسو وخت چېرې ډېر ضایع کېږي؟ او د دغو ضایع کوونکو له موندلو وروسته هڅه وکړئ چې کنټرول یې کړئ او خپل وخت ډول، ډول کارونو ترسره کولو ته ځانګړی کړئ.
د وخت د مدیریت د موخو په لټه کې اوسئ
د وخت په مدیریت کې لومړی ګام د هغو وختونو له منځه وړل دي چې له یوې مخې ضایع کېږي. که وتوانېدئ چې دا وختونه حذف کړئ نو پوه شئ چې د وخت د مدیریت په لاره کې مو لومړی ګام پورته کړی دی. ساده بېلګې یې دا دي: د ډاکتر کتنځي ته ولاړئ، خو ستاسو نوبت لا نه دی رسېدلی، په دې وخت کې څه کوئ؟ ښکاره ده چې یا به د کتنځي پر دېوالونو او ښيښو لګېدلي انځورونه ګورئ، یا به ساړه اسویلي کاږئ، که مو موبایل مو چارج ولري یا به خپل فیسبوک کاروئ او یا به خپل موبایل کې لوبې کوئ، که دا ټول ونه کړئ نارامه کېږئ او د صبر کاسه مو ډکېږي. په همدې ډول سلمانۍ کې خپل نوبت ته د ناستو خلکو وضعیت هم ذهن کې راولئ، آيا هغوی خپل وخت له یوې مخې بې ځایه نه تېروي؟ که ډاکتر یا سلمان ته له ورتللو وړاندې ځان سره یو ګټور کتاب یوسئ او هلته یې له وخت څخه په ګټې اخیستنې سره ولولئ هم به مو وخت پر ځای لګېدلی وي او هم به له بې ځایه نارامۍ خوندي پاتې شوي یاست.
د وخت د مدیریت له طرحې نمونه واخلئ
تل د دې په لټه کې اوسئ چې د وخت د مدیریت له یو پروګرام څخه الګو واخلئ او نمونه طرحه کې خپلې موخې او لومړیتوبونه ولیکئ، ترتیب یې کړئ او غیر ضروري لومړیتوبونه حذف کړئ. له دې وروسته، خپلې منځ مهالې او اوږدمهالې موخې هم وپېژنئ او په سر ته رسولو کې یې کوښښ وکړئ. دا ټاکل شوې موخې باید د لاس ته راوړلو وړ وي. تر څو تاسو ته انګېزه او تحرک درکړي، څو لاډېره هڅه او کوښښ وکړئ. دا ټکی هم مه هېروئ چې هېڅلکه له نور طرحو څخه د کاپي بردارۍ یا تقلید هڅه مه کوئ.
د وخت په مدیریت کې له مرستندویه وسایلو کار واخلئ
تل هڅه وکړئ چې له نوې ټکنالوژۍ څخه د خپل وخت د مدیریت لپاره ګټوره پروګرام جوړونه کې کار واخلئ. له کمپیوټري سافټویرونو او ځيرکو موبایلونو ګټه اخیسته له دغو ټکو څخه دي. د بېلګې په توګه تر اوسه مو د موبایل له Reminder څخه کار اخیستی دی؟
د کارونو تر منځ لومړیتوبونه وټاکئ
په ورځني او اونیز ډول د خپلو کارونو تر منځ لومړیتوب لرونکي کارونه وټاکئ، دا چاره به ستاسو په وخت کې د سپما لامل شي.
د تکراري کارونو له ترسره کولو ډډه وکړئ
د تکراري کارونو ترسره کولو هڅه مه کوئ، د دې پر ځای تل هڅه وکړئ چې تکراري کارونه د لږ ارزښت لرونکو کارونو په څېر نورو ته وسپارئ او خپله پر نویو چارو لاس پورې کړئ.
د وخت محدودیت وټاکئ (کوم کار؟ کله؟)
د وخت نیوونکو کارونو لپاره ډېر وخت ځانګړی کړئ او د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته، کار وځنډوئ او په هېڅ صورت کې هم بیا ورباندې کار مه کوئ، د کار دوام راتلونکې ورځې او ټاکل شوي وخت ته پرېږدئ. د بېلګې په توګه: د نن ورځې پلان مو دا وو چې له اتو تر دوولسو بجو د پوهنتون په ټولګي کې ګډون وکړئ، تر یوې نیمې بجې ډوډۍ وخورئ او لمونځ آدا کړئ، له هغه وروسته تر څلورو بجو د پوهنتون مرکزي کتابتون کې ټاکلی کتاب مطالعه کړئ او پر څلورو بجو له پوهنتون څخه د کور پر لور وخوځېږئ. خو له دوو نیمو بجو وروسته درته کوم بل کار ذهن ته راغی نو په دې صورت کې ژر تر ژره ځان سره سوچ وکړئ، د ورځني پلان شوي او دغه اوسني مخې ته راغلي کار تر منځ د لومړیتوب له مخې پرتلنه وکړئ، فکر وکړئ او پرېکړه وکړئ. تاسو دوې لارې لری: لومړی دا چې کار شا ته وغورځوئ او خپل ورځنی پلان په بشپړه توګه پلی کړی. دویم دا چې چې دا یوازې نیم ساعت وخت نیوونکی کار دی خو دومره مهم هم نه دی او تاسو کولای شئ بله ورځ یې ترسره کړئ، دلته باید د وخت د بریالي مدیریت له مخې تاسو لومړۍ لاره اختیار کړی مانا دا چې هر کار په خپل وخت او د پلان له مخې ترسره کړئ.
سیستمونه جوړ کړئ
د ورځينو چارو په سر ته رسولو کې له اوسنیو او اغیزناکو سیستمونو کار واخلئ. هڅه وکړئ چې سیستمونه له دودیزو هغو څخه په نویو او عصري سیستمونو واړوئ. هېڅ کله له یو زاړه سیستم څخه په دې دلیل ملاتړ مه کوئ چې ګواکي اوس پرې عادت شوي یاست د دې پر ځای تل د عصري او ښو سیستمونو په لټه کې اوسئ. د خپلو کارونو ترسره کولو لپاره حتما د کار ترسره کولو پړاوونه د بيکارۍ په وختونو کې وګورئ او هڅه وکړئ چې د سیستم د نفي حالاتو وړاندوینه هم وکړئ او وار له مخه یې پر حل لاره غور وکړئ نه هغه مهال چې دغه لاملونه رامنځ ته شوي وي.
هڅه وکړئ چې باثباته اوسئ
د وخت په پروګرام جوړونه کې ثابت قدم پاتې کېدل نه یوازې دا چې تاسو د پوهې، درک، پروګرام جوړونې او څارنې د ودې او ښکاره ښه والي لوري ته بیايي بلکې روحي فشارونه مو هم راکموي او په پایله کې مو په ژوند کې مثبت او هیله بښونکی چلند رامنځ ته کېږي.
ځان مو داسې عادت کړئ چې د هرې ورځې په پای کې د راتلونکې ورځې کارونو ته پروګرام جوړ او پر دېوال یې راځوړند کړئ. د راتلونکې ورځې د کارونو ترتیب او جریانات تصور کړئ. په دې اړه فکر وکړئ چې کومه دنده ډېره مهمه ده او باید په راتلونکې ورځ کې يې په اړه ځيرک اوسو. او یو څه وخت په پام کې ولرئ تر څو هغه ترسره کړئ او د کاغذ پر مخ یې وليکئ. د وخت د پروګرام جوړونې د بریالي تکتیک کارول او د کار ترسره کولو طریقې کولای شي هره ورځ ستاسو له ۲ تر ۲۰ سلنه وخت زېرمه او وساتي.
له بې ګټې انتظار ډډه وکړئ
تل په ناستو او د لیدنو په ژمنو کې پر خپل وخت حاضر شئ او له نورو څخه هم همداسې تمه ولرئ، ډاډمن اوسئ چې د ضایع کولو لپاره اضافي وخت نلرئ او د دا ډول وختونو د ضایع کېدو په صورت کې نور نو داسې څه نشته چې تشه یې پرې ډکه شي. په پای کې هېڅکله مه هېروئ چې وخت د هر کس، ډلې او ادارې لپاره تر ټولو غوره او ارزښتمنه پانګه ده، یاده پانګه له نورو پانګو سره په هېڅ صورت د مبادلې وړ نه ده. دا پانګه پېرودل کېدای او تولید کېدای نشي. نو بویه چې په ښه ډول ترې څارنه او ساتنه وکړو.