
روهي (پنځه نۍ/۴ د سلواغې)، د ونزویلا ولسمشر خبرداری ورکړی دی چې د امريکا متحدو ايالتو حکومت سره به هر ډول ډپلماټيکې اړيکې پرې کړي.
دغه خبرداری د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مدورو وروسته له هغې ورکړی دی چې امريکا د دغه هېواد د پارلمان مشر د ولسمشر په توګه ياد کړ.
پخوا کاناډا، برازیل، ارجنټاین، کولمبیا، پيرو او په اوس وخت کې د امريکا متحده ايالت د ونزوېلا د پارلمان مشر حوان ګوایدو د دغه هېواد د ولسمشر په توګه په رسميت پېژني.
امريکا دغه پرېکړه وروسته له هغې کړې ده، چې د ونزويلا د پارلمان مشر حوان ګوایدو ځان د دغه هېواد لنډمهاله ولسمشر اعلان کړ.