دغه کس پر يوې (شلې) ناروغې جنسي تيری کړی

روهي (پنځه نۍ/۴ د سلواغې)، د امریکا د اریزونا ایالت د فینکس په ښار کې د (نتن سنډرلینډ) په نوم يو نرس پر يوې شلې (فلجې) ناروغې جنسي تيری کړی دی.

پوليس وايي چې د دغه شل کلنې ناروغې ماشوم هم پيدا شوی دی او تورن نتن سنډرلینډ هم نيول شوی دی.

په ټولنيز رسنيو کې دغه پېښې غبرګونونه راپورته کړي دي او له حکومت غوښتنه کيږي چې تورن ته سخته سزا ورکړي.

وروسته له هغې چې د شلې ناروغۍ ماشوم پيدا شو، نو د ډاکټرانو په ډي اِن اې معایناتو کې نرس نتن سنډرلینډ تورن وپېژندل شو.