مورې بې تابه څنګه ژوندکومه
څنګه به ستایادونه هیرکړمه زه
هره لمحه راته یادیږې مورې
دسترګوسترګوته مې کیږې مورې
زمادکړې خدمتونه مورې
الله دې درکړې جنتونه مورې
تابه پیپل ،پیپل کولوماته
مابه کړه پورته قدمونه مورې
ستاخاطرې زماهیریږي کله
دتنهایۍ ورځې تیریږي کله
چاته اظهاردزړګي نشم کوی
چاته به وکړم فریادونه مورې
په نیمه شپه چې راپه زړه شې زما
په زړه مې بل شي سره اورونه مورې
زماجنت جنت نشان مورجانې
تانه لوګی تانه قربان مورجانې
زه به په چادموراوازکومه
په زړه مې تل وي دا ارمان مورجانې
مورې زمادفریادونومورې
زما دژوند دامیدومورجانې
بغیرله تانه زه نیمګړی یمه
قسم په خدای (ج) چې لکه مړی یمه
دځیکروینې مې خوراک دي مورې
په ماقیامت په ماعذاب دی مورې
چې مې کوچنووروڼوپه تاوژړل
زمانورڅوک دي مابه بیاوژړل
ژاړي عبیدمفتون بې موره مفتون
په چیغوچیغواوپه زوره مفتون
وروستي