
روهي (څلورنۍ/۳ د سلواغې)، د پاکستان پوځ منلې ده چې «F-7PG» پوځي الوتکه يې نن ورځ په بلوڅستان ايالت کې لوېدلې ده.
پوځ د پېښې او الوتکې د لوېدو په اړه ډېر مالومات نه دي ورکړي، خو ويلي دي چې په پېښه کې پېلوټ وژل شوی دی.
پوځ وايي چې د بلوڅستان ايالت (مستونګ) سيمې ته يې؛ چېرته چې الوتکه لوېدلې ده، پلټونکې ډله لېږلې ده.
د يادونې ده چې د پاکستان دغه الوتکه په چين هېواد کې جوړه شوې وه.