
روهي (څلورنۍ/۳ د سلواغې)، پنځه مياشتې وړاندې د سعودي عربستان حکومت د نبوي مسجد امام، اسلامي دعوتګر او د مدینې منورې د پوهنتون پخوانی استاد شیخ احمد العماري بندي کړی او په زندان کې يې ساه ورکړه.
سعودي حکومت نوموړی د تېرې اګست په مياشت کې ونېولو او تر اوسه يې د نېونې لامل او د جرم ډول نه دی څرګند شوی.
يو شمېر سرچينو ويلي دي چې (شیخ احمد العماري) د دماغو ناروغۍ درلوده او همدا ناروغي د نوموړي د مرګ سبب شوه.
په سعودي عربستان کې يو شمېر مدني فعالان حکومت تورنوي چې د (شیخ احمد العماري) د ناروغۍ په اړه يې پاملرنه نه دي کړي او نوموړي په زندان کې ساه ورکړه.