بڼکې څه لپاره دې؟

کله چې موږ د باندې په بڼ کې قدم وهو نو، کله کله ډيرې ښايسته بڼکې پيدا کړو، که چيرې دې بڼکو ته موږ له نږدې نه په ځير سره وګورو ډير ژر به مو پام شي چې بڼکې په يو ډول نه دې.ځينې بڼکې وړې او نرمې وي ځينې نورې بيا کلکې او اوږدې وي . ځينې بڼکې ډېرې ځليدونکې وې چې خپل رنګونه هم بدلوې او نورې بيا رنګارنګ او ښايسته وي لکه د طاووس بڼکې.
ولې بڼکې ډول ډول دې؟
زغرده بڼکې ډيرې پياوړې او کش خوړونکې دې چې د الوتکې وزرونو ته ډير ورتوالی لرې.دا بڼکې يو څه له نورو نه پلنې دي. يوې مرغۍ ته د ۱۰۰۰نه تر ۱۰۰۰۰ بڼکې په کار دې، چې والوزې.البته بڼکې هم بايد غښتلې وي ځکه په ماتو او خرابو بڼکو يوه مرغۍ نه شي الوتلی. بڼکې هم د وخت په تېريدو سره زړيږې، او همدا لامل دی چې د سنبلې ( وږي ) او ميزان ( تلې ) په مياشتو کې مرغۍ خپلې بڼکې له ﻻسه ورکوي او پر ځای يې نوې بڼکې بيرته راشنې کيږې. ځينې مرغۍ دومره ډيرې بڼکې له ﻻسه ورکړي چې د نوې بڼکو د راشنې کيدو پورې الوتلی ﻻ نشي.
مرغۍ يو ډول غدې ( بډوډې، غوټې ) لري چې د هغې په مرسته سره بڼکې غوړوي، او له غوړو بڼکو نه اوبه نه تېرېږي.نو ځکه په باران کې مرغۍ نه لمديږي.
د مرغيو بدن سره د د وی وړې او نرمې بڼکې ډيرې نېږدې وي ،چې همدا بڼکې دوی په يخه هوا کې له سړو ) يخ ) نه ساتي.