راشه چې سپرلی دې شـم ګلـــزار دې شم
راشـــــه چې د بدې ورځې یار دې شـــــم
ستـــــــــا د پـــــــاکې مینې محبت کې یار
ژوندشمـــــه وږمه شمــــــه بهار دې شم
نه شتـــه بلـــــــه لار ، نه بل تدبیر چیرې
راشه چې مرهم دې شـــــم قرار دې شم
ته ما ته په مینــــــــه مینـــــــــه وګوره
زه دې سره لمبـــه شمـه انـګار دې شم
مــا سره جــــــــذبه د ه محبت زړه کې
راشـه چې کاکل دې شـم سینګار دې شم
مینه د اخلاصــه سره خـــــــــــــوندکوي
راشــــه چې د مینې وفـــــا دار دې شم
هسکـــه غاړه زیب لري امیـــــل سره
راشـــه چې دسپینې غـاړې هار دې شم
شرنګ دې دپایزیب په زړګي ښـه لګي
راشه چې پایزیب دې شم شرنګار دې شم
وروستي