
روهي (درې نۍ/۲ د سلواغې)، د پاکستان لومړی وزير عمران خان د قطري چارواکو په رسمي بلنه ياد هېواد ته تللی دی.
د پاکستاني رسنيو د رپوټونو پر بنسټ نوموړي د قطر له لومړي وزير عبدالله بن ناصر بن خلیفه آل ثاني سره کتلي او په دوه اړخېزو مسايلو يې خبرې کړې دي.
عمران خان له خپل قطري سيال سره په دغه هېواد کې د نېږدې ۱۰۰ زره پاکستاني کارګرو په اړه هم غږېدلی دی.
عمران خان له دې وړاندې سعودي عربستان ته تللی وو، خو د خپلې واکمنۍ په دوره کې يې قطر ته دا لومړنی سفر دی.