
روهي (درې نۍ/۲ د سلواغې)، د پاکستان په بلوڅستان ايالت کې يو بس موټر له يو غټ ټرک موټر سره ټکر کړی چې په پايله کې يې ۲۷ کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
سيمه ييز چارواکي وايي چې په بس موټر کې ټول - ټال ۳۶ کسان سپاره وو چې له منځه يې ۲۷ کسان وژل شوي دي.
د بي بي سي د خبر له مخې، بس د کراچۍ نه پنجګور ته روان و چې د بلوچستان لاسبیلا ولسوالۍ کې د تیلو ټنکر سره ټکر شوی او له امله یې دا مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سيمې چارواکو د پېښې په اړه پلټنې پيل کړې دي او ټپيان روغتونونو ته وړل شوي دي.