هر هغه څه چې د لمر د انرژي په اړه باید پوه  شو

 




هغه اندازه ګرمایشي انرژي چې ځمکه یې له لمر څخه یوازې په یو ساعت کې ترلاسه کوي، له ټولو هغو انرژیو څخه چې موږ انسانان یې په یو کال کې مصرفوو ډېره ده.
له همدې کبله هغه لوې شرکتونه لکه ګوګل یا IKEA د بې سارې زور سره د  لمریزې برېښنا تختې صنعت ته ننوتل.
لمریزه انرژي پاکه، ډیره  او له ټولو مهمه چی وړیا ده؛ برعکس د فسیلی سونګونه نه ختمېږي، طبیعت ته زیان نه رسوي او د پېرېدنې او خرڅلاو لپاره هم کومه ستونزه نشته. نو ولې ورته ارزښت ورنکړو؟ بد به نه وی چې د لومړي ګام په توګه وګورو دلمر انرژي په ریښتیا  څه ده او څنګه کولای شو چې د انسان د جوړښتونو د لارې یې وساتو او وېې کاروو.
 
د لمر ګرمي وړانګې څنګه مینځ ته راځي؟

که د مادې حالتونه په څلورو ډولو :ـ جامد، مایع، گاز او پلاسما وویشو، د لمر ستوری د حالت له نظره په څلورمه کټګوري کې یعنی پلاسما پورې تړلې ده. يعنې د هغه جوړونکي ګازونه تر هغه اندازې ګرم او لوړه  انرژي لري چې د جوړښت له اړخه ایون ته اوړي. د کیمیا له اړخه درې پر څلورمه برخه د لمر کتله هایدروجن او پاتې برخه د هیلیم او څو نورو ګازونو لکه :ـ ( اکسیجن، کاربن او نیون) جوړه کړې ده.
د تودوخې د تولید کار په لمر کې د هستوي یوځای کېدلو(Fusion) غبرګونونو پر بنسټ ده؛ دغه پوهه د اوس وخت لپاره په ځمکه کې د تطبیق امکان نلري. د نامتو فزیک پوه البرټ انیشتین د معروف فارمولا پر بنسټ کله چې هیدروجن او هیلیم یوځای شي، يعنې E=MC^2، له کتله نه انرژي ته تبدیل شوې پراخه تودوخه د وړانګې په بڼه شاوخوا ته خوریږي؛ د فضا په  تېرېدو سره د ځمکې په شمول نورو کتلو ته رسېږي.  
څنګه د لمر انرژي راټولوو؟
د لمر انرژي د کارولو لپاره دوه دحل لارې لرو: AV او  PV
AV د انګریزي ژبې   "active solar” لنډيزونو څخه ده او د لمریزې برېښنا تختو یا ترموالکتریک جنراتورونو په کارولو سره انرژي راټولوي. دغو لمریزې برېښنا تختو ته فوټوولټیک تختې هم ویل کیږي.  
PV د انګریزي ژبې   "passive solar” لنډيز څخه ده، مونږ ته د هغه کورونو او ودانیو د ډیزاین بلنه راکوي چی زياتره د لمر دګرمی دوړانګې څخه کار اخلي.
 
‎‎د لمریزې برېښنا تختې څنګه کار کوي؟

د لمر انرژي د کارولو لپاره او د دې بدلول د انرژي نور ډولونه ته ډېر حلونه وړاندیز شوي دي. د ۹۳ کال په پیل کې، په یوه مقاله کې ځینې عملي لارې د هارورډ د پوهنتون متخصصینو لخوا په ازموینې ونیول شوې.
 
نوښتونه لکه انفرارد ډایډونه، بیلیستیک ډایډونه یا حرارتي جنراتورونه چې هر یو یې ستونزې درلودې. په پای کې، دې پایلې ته ورسېدو چی په اوس وخت کی ښه به دا وي چی خپل تمرکز د هغو پاڼو ته چی په شمسي حجرو پوښل شوي وي واړوو.
 
دا پاڼې د فوتوالکتریک اغیز نه ګټه پورته کوي. دغه پینلونه د نیمه هادی موادو څخه جوړیږي، او کله چې د رڼا فوټونونه په دغو موادو ټکر کوي، د الکټرون د جلا کیدو او د برېښنایی جریان تولید لامل کېږي. د تولید شوي جریان اندازه د پینل اغیزمنتوب او کیفیت پورې اړه لري. عام سوداګریز ماډلونه تقریبا 20٪ ترلاسه شوې رڼا انرژۍ ته بدلوي؛ پداسې حال کې چې ناسا کومه ځانګړې او ګران بیه نمونې په خپلو مصنوعي سپوږمکۍ سیسټمونو کې کاروي، تر 40٪ تولید وړتیا لري.   
 
البته، څو وخته مخکې خبرونه راغلل چې IBM بریالی شوی داسی ډول حرارت اخيستونکی جوړکړي چې د رڼا وړانګې په متمرکزو د یو هنداره نښان دیش په مرکز کې، په ډېره اغیزمنه توګه تر ۲۰۰۰ ځله ډېر د اوسنی میتودونو څخه لمر انرژي ذخیره کړي. البته، دا پلان لاهم په لویه کچه تولیداتو او تجارتي کولو څخه خورا لوی واټن لري. خو، څېړنې لا هم دوام لري، او د ښه پرمختګ خبرونه لا هم په لار دي.
 
ولې باید د لمر د انرژي خواته لار شو؟

په سوېلي قطب او د الاسکا منجمد سیمو کې، د خلکو بخښنه د منلو وړ ده چې دا الهی سرچینه په پام کې ننیسي؛ مګر په هغو سیمو کې چې په شپږو میاشتو کې ګرم او دوامداره لمر لري (!)د دې نه کارول د خدای د برکتونو ضایع کول دي او دا توجیه نلري. په متحده ایاالتو کې، حکومت پرېکړه کړې چې په گرمسیرو ایالتونو کې پر‎‎ لمریزې برېښنا تختو باندې مالیه لږه کړي تر څو خلک د دی اخیستلو ته وهڅوي.په ځینو هیوادونو کې، لکه آسترالیا، په سلګونو لوی لمریز کرنې جوړې شوي دي. آن د سپینې ماڼۍ په بام باندې ، د متحده ایاالتو د مشرانو مرکز، د لمر تختې نصب شوي تر څو روښنایی توکو ته برېښنا چمتو کړي.  
 
لوی شرکتونه لکه ګوګل یا ایپل، د ملیونونو کاروونکو او ډېر ګران انټرنیټي رش له کبله، باید د خپل ستر ډیټاسنترونو د انرژۍ چمتو کولو لپاره ‌ډېر لوی لګښتونه وکړي، د همدې لپاره یې مخ د پاک او ارزانه انرژي لکه لمر انرژي ته اړولې ده او د لمریزې برېښنایي تختو کرنې جوړولو له امله خپل د مصرف وړ برېښنا چمتو کوي. لکه د نیواډا په صحرا کې د ایپل لوی د معلوماتو مرکز (Data Center).
 
حتی هڅه کېږي د عصري کورونو جوړول هم په داسې ډول رامینځ ته شي چې د کورونو وسیلو لپاره اړین انرژي د لمریزې انرژي په مرسته چمتو شي. هوایي صنعت هم ورو ورو دغې وړیا تودوخې ته راګرځیدلی ده. لکه Solar Impulse کمپنۍ چی ادعا کوي 2268 کیلو ګرام الوتکه د 17000 لمریزو حجرو په مرسته پرواز کوي؛ دغه الوتکه کولی شي چې د آرام سمندره تر اطلس سمندره په ۵ ورځو کی ورسېږي.
 
نن سبا برقي موټرونه هم کولی شي چې د لمر د انرژي په کارولو سره چارج شي او د تل لپاره له تېلو او کوم د هوا ککړتیا چی تېل یې رامنځته کوي ځان خلاص کړو. په امریکا کې، د 1 میلیون ډالرو پروژه پیل شوې ده چې ویل کیږي چې دسړکونو ځینې برخې د 75000 مربع کیلو متره سیمه، په ډېر مقاوم او لمریز 6-اړخیز حجرو وپوښي او د ډېر دکورونو برېښنا له دې لارې نه چمتو کړي.
 
د لمریزې انرژي ابتدايي وسایلو ترتیب کول ممکن لګښت ولري؛ مګر په اوږد مهال کې،  دغه لګښتونه جبران کېږي؛ څه د مادي له نظره، او که څه د معنوي له نظره چې هماغه د چاپیریال ساتنه ده. د دې سوداګرۍ یو مخکښ لوبغاړی په امریکا کی ګوګل دی چی د خپل محصوالتو پراخ لړي په دې هېواد کې وارد کړي دي.
 
د یوې راپور له مخې، په متحده ایاالتو کې ښاریان کولی شي د لمریزو تختو په نصبولو، 84 ډالر په هره میاشت کې او بالاخره په 20 کلونو کې 20160 ډالر خوندي کړي. په هرصورت، د فواسیل سونګ محدودو سرچینو ته په پام سره، انسان به مجبور شي چې د انرژي نورو سرچینو ته مخه راوړي. که موږ راتلونکې ته وګورو، ګورو چې د پاکې انرژي نه پرته بل انتخاب نلرو. ځکه چې که موږ د اټومي انرژي پوهه ته ورسېږو یا نه، یوه ورځ به اټومي سونګ هم ختم شي.
په دې وخت کې، څه شیان په خطر کې دي؟

د انرژي تولید لپاره د فوسیل سونګ سوځول، د ځمکې او د هغه شاوخوا هوا د حرارت درجه د زیاتوالي لامل ګرځي. دا اضافه تودوخه کولی شي ډیر زیان منځته راوړي. کولی شي په اقلیم باندې اغېزه وکړي او د هوا د اختالالتو لامل شي. د بېلګې په توګه په یو ځای کې به وچکالي وي او بل ځای کې به سخت طوفان؛ په داسې حال کې چې په بل ساحه کې به د سخت بارانونو له امله سیلاب وي.  
 
اوبو باندې به اغېز وکړي، د سمندرونو د اوبو کچه لوړه شي، د ساحل پرمختګ وچې خوا ته ډېر شي، او د ځینو جزیرو له منځه وړلو لامل شي.
 
تر لاسه شوي لوګي د سونګ موادو سوځولو نه لکه د تېل ، ګاز، د تيزابي باران لامل کېږي چې کرنیزو محصولاتو ته، د مرمر ساختماني جوړښتونو ته او همدارنګه لرغونو ارزښمندو کارونو ته زیان رسوي.  د سمندرونو د اوبو په تيزابي کېدو سره، کورل (مرجاني) ساحلونه کوم چې د زرګونو اوبو حیواناتو (Aquatic Animals) استوګنځي دي، له منځه ځي. د اړین اکسیجن اندازه د دوي د بقا لپاره په چټکه توګه لاندې راځي. بالاخره دا ممکنه ده چې د انسانانو د خوړو په کیفیت باندې هم اغیزه وکړي.
 
 
نو ولې موږ لا تر اوسه انتظار یو؟

په هرصورت، لکه څنګه چې موږ وویل، اوس هم ځینې خنډونه شته چې دا نه زما تېروتنه ده او نه ستاسو. لا تر اوسه د لمریزې تختو چمتو کول د ټولو لپاره ممکنه نه ده او د دوي قیمت هم د ډېرو هېوادونو د منځنې کچه وګړو لپاره لوړ دی. په پرمختللو هېوادونو کې، ځینې تر اوسه شته اسانتیاوې باندې باور نه کوي او انتظار کوي تر څو لمریزې تختې د اغېزمنتوب او موثریت له پلوه نور وړتیاوې ترلاسه کړي. ځینې، لکه د تل پشان د غوره فعالیت په تناسب نرخ ته ګوري او بې پروا زموږ د لوې کور یعنې د ځمکې اندېښنې وړحالت نه دي چی کوم ګواښنو سره مخ دی.
 
د دې پینلونو د پراخې کارولو لپاره، باید دوي له پخوا نه پرمختللي کړو او بیه راټیټه کړو؛ همداراز د تولید کچه لوړه کړو تر څو وکولای شو چې د ویشل دايره لویه کړو. په هر صورت کله چې د یو معنوي انګېزې او مادي محدوديتونو تر مینځ راګير پاتې شو، لکه د دې موضوع په شان، پرته د گرین خونې ګازونو (Greenhouse Gases) د تولید نه بله لاره نلرو. تر څو چې شرایط ښه شي.
 
مګر په لوړه کچه چې د ډیرې بودیجې ځانګړتیا امکان لري، افسوس دی چې دا بډایه او ارزانه سرچینې په پام کې ونه نیسو. د افغان برېښنا شرکت چارواکو په وینا افغانستان په یوه کال کې 300 لمریزې ورځې لري او دا هېواد د پاکې انرژۍ کارولو لپاره ښه ظرفیت لري. دا چی افغانستان یو غرنی هېواد دی . زوړ او نوی- جیوتکتونیک” لري د باد د انرژي ظرفیت د هندوکش په غرونو سيمو کې په ځانګړې توګه په مرکزي هندوکش او د هرات سیمې کی په پرېمانه شته.