د پاکستان پوځ د (عالم زېب مسید) په نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال غړی ونېولو

روهي (دوه نۍ/۱ د سلواغې)، د پاکستان پوليسو او استخباراتو د عالم زېب مسید په نوم د پښتون ژغورنې غورځنګ يو فعال غړي له څو نورو ملګرو سره په کرچۍ ښار کې نېولی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين د دغه پېښې تائيد کړی او په ټولنيزو رسنيو د پوليسو له خوا د عالم زېب مسید د نېونې وېډېيوګانې خپرې شوې دي.

په ټولنېزو رسنيو کې د عالم زېب مسید نېونې غبرګونونه راپورته کړي دي او له حکومت غوښتل شوي دي چې نوموړی دې خوشی شي.