سپينه سپوږمۍ د تورو تورو غرونو شاته پټه
د غره پر دنګه څوکه لاس د پلوشو ښوروي
خدای پاماني کوي له ستوريو سره
سړوکی باد د شوخ ماشوم په شان ټوپونه وهي
اوپلنې پاڼې د ګودر د چنارو ښوروي
هاغلته لرې په خلوت کې د ډيوې رڼا ته
يو شيخ ولاړ د تهجد په لمانځه
د لويې مينې له خالقه سره مينه کوي
ما هم د غره تر شا له پټې سپوږمۍ
ما په خلوت کې له رپاندې زرزري ډيوه ګۍ
او د سړوکي باد له شوخو څپو
الهام د مينې واخيست
زه هم په نيمه شپه له خوب را پاڅيدلی شاعر
تر اوو غرونو تر اوو سمندرونو اخوا
د ناليدلي جانان ذکر کوم
په ناليکلي شعر کې فکر کوم
وروستي