اجرائيه رياست: ډاکټر عبدالله عبدالله په هېڅ ټاکنيز ټېکټ کې ګډون نه کوي

روهي (نۍ/۲۹ د مرغومي)، د هېواد اجرائيه رياست وايي چې اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په هېڅ ټاکنيز ټېکټ کې ګډون نه کوي.

د رياست مرستيال وياند رسنيو ته ويلي دي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د خپلې ټاکنيزې ډلې په جوړېدو بوخت دی، او په هېڅ ټاکنيزه ډله کې به د مرستيال په توګه شريک نه شي.

د اجرائيه رياست مرستيال وياند امید میثم، "تر اوسه پرېکړه نه ده نهايي شوې، خو یوه خبره په زغرده درته کولای شم چې اجراييه رئیس په ولسمشريزو انتخاباتو کې د مرستيال په توګه ګډون نه کوي."

د ولسمشرۍ د نوماندانو نوم لېکنې ته يوازې دوه ورځې پاتې دي او تر اوسه ولسمشر غني او اجرائيه مشر ډاکټر عبدالله عبدالله رسمي نوم لېکنې نه دي کړي.