
هغه لوبه چې نوم يې سوله ده
ليکونکی تميم عاصي
ژباړه: بشير صديقي
په دې وروستيو کې کور دننه او سيمه کې د افغان سولې بحث ګرم دی مګر په اصل کې داسې کوم شی شتون نلري. ځکه همدا اونۍ په شمال لويديځ او لويديځ کې 24 افغان ځواکونو په جګړه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. په کابل کې د ټولګټو په وزارت بريد چې 45 عام خدمتګاران او قرارداديان يې ووژل. له بل اړخه ولسمشر غني د کورنيو او دفاع وزارتونو ته داسې کسان وګمارل چې طالب ضدې څېرې دي, چې دا بيا طالبانو ته هغه بربنډ پيغام دی چې روان جګړيز موسم ته به افغان حکومت پوره چمتو وي.
له بل پلوه افغان سولې لپاره د متحده ايالاتو ځانګړی استازی او پياوړی ډيپلومات په سيمه کې په دې هڅه کې دی ترڅو د افغان سولې لپاره سيمييزه اجماع رامنځته کړي, تر څو وکولای شي په طالبانو ډيپلوماتيک، سياسي او نظامي فشار راولي چې افغان حکومت سره د سولې خبرو اترو لپاره چمتو شي. مګر تر دې دمه دا هڅې بې پايلې دي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان د بهرنۍ پاليسۍ کلنی ليدلوري ټاکونکي (ريسينا) غونډه کې امريکا پدې تورنه کړه چې دوی طالبانو سره د افغان سولې په اړوند نه مګر د خپلو نظامي هډو د امنيت په تړاو غږېدلي. له بل پلوه د ولسمشر ټرمپ تيروتنه چې افغان جګړه يې د سړې جګړې سره غلطه او زياته کړې يې وه چې همدا جګړه د روسيې د پاشلتيا لامل شو او له شوروي اتحاد يې روسيه جوړه کړه. هغه وويل دده اداره د جګړې ټولو خواوو سره په دې غږيږي تر څو د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي. دغه نښې نښانې ددې ښکارندويې کوي چې د افغانانو په نه مالکيت دلته يوه بله ستره لوبه د يو نامعلوم راتلونکي سره د سولې په نوم روانه ده.
په سيمه کې بيا, ايران، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، روسيه، ازبکستان او څه نور هيوادونه په دې هڅه کې دي ترڅو د طالب استازو د کوربه توب شرف ترلاسه او خپل نفوذ پر دوی زيات کړي. طالبانو هم بغير له کابله د سيمې د ټولو هيوادونو ليدنه کړې تر څو امريکا سره د سولې اړوند خبرو لپاره ددوی سره سلا مشورې وکړي. افغانان نور نشي کولای دغه ډول سريالونه نور تجربه کړي ځکه د ولسمشر کرزي په دوره کې ورته هڅې به چې د ترکيې، پاکستان، سعودي او يا هم متحده عربي اماراتو په مشرۍ ترسره کېدې افغان لوری تل ډير هيله مند کاوه مګر د توقع خلاف به په نوي جنګي موسم کې جګړه تر پخوا لا توده وه. په همدې خاطر په افغان امنيتي دستګاه کې دا خبره مشهوره وه چې طالبان او ددوی ملاتړي هر ژمی يوه نوې د سولې برنامه رامنځته او اوړی يې بيا پخپله لمنځه وړي; اوړی د جګړې لپاره او ژمی بيا د تش په نامه سولې خبرو لپاره.
بې شميره راهنماوې مګر د تګ لار نامعلومه!
افغان سولې پروسې پخپله له اوله سولې ته د رسيدا لپاره واحده او مشخصه تګلاره نلرله. د ولسمشر کرزي دوره کې درې جلا پلانونه جوړ شول. ولسمشر غني بيا دوه مياشتې مخکې خپله تګلاره جلا څرګنده کړه, چېرته چې طالبانو سره د هرې ممکنه وسيله له لارې خبرو ته د رسيدو لپاره د حکومت ليدلوری په واضح ډول ذکر شوی. طلوع نيوز تلويزيون هغه راپور چې د امريکايي څېړنيز مرکز (رند کورپ) لخوا د امريکا دولت لپاره جوړ شوې و خپور کړ چې امريکايانو د مؤقت حکومت جوړښت او د علماو شورا رامنځته کېدل غوښتي ول تر څو وکولای شي طالبانو سره د اوربند او مذاکراتو لپاره لاره هواره کړي. د ملي وحدت حکومت د خپل واک په هماغه لومړيو ورځو کې د امريکا، چين او پاکستان سره په څلور اړخيز توافق د سولې په اړوند سره سلا شول; مګر تر ډيره دغه توافق بې پايلې پای ته ورسيد. اساسي ستونزه داده چې افغان حکومت او ددوی امريکايې همکاران په واحد پلان سره نه سلا کېږي او هره وخت خپلې تګلارې په يوازې ډول بدلوي.
خبرې د خبرو په موخه:
ولسمشر کرزي له شلو ډير ځله پاکستان ته رسمي سفرونه لرل, ولسمشر غني بيا دوه ځله له ياد هيواده ليدنه کړې. مګر د دوواړو خواوو رسمي چارواکو له سلو ډير ځله د افغان سولې او طالبانو سره د خبرو اترو په موخه يو له بل سره ليده کاته کړي; مګر دا ناستې د خليج په مجللو هوټلونو کې بدون د کومې څرګندې پايلې پای ته رسېدلي. ستونزه د خبرو اترو او ډپلوماتيک تګ راتګ د کمښت يا نشتوالي نده مګر ستونزه سولې ته د رسيدا تنده او د يو منظم ميکانېزم نه شتون دی. دغه شان خبرو يوازې د جګړې ميدان ګرم او زيانونه لوړ کړي; نو ځکه د يو صحيح پلان پرته د سولې لپاره هڅې بيځايه د وخت ضياع ده.
د استازو جګړه:
ولسمشر غني څه وخت مخکې د کورنيو چارو وزارت پخوانی وزير ډيپلومات او سياستپوه محمد عمر داودزی سولې لپاره د خپل ځانګړي استازي په توګه وګماره تر څو سولې لپاره سيمه ييزه اجماع او رضايت رامنځته کړي. دغې ټاکنې ته په لويه کچه ښه راغلاست وويل شو او دسولې لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره يې اندي توپير لمنځه يوړ ځکه دوی دواړه په بيروت کې د امريکايي پوهنتون له وخته يو بل سره پېژني. روسي استازی ضمير کابلوف بيا په مسکو د طالب استازو په کوربه توب بوخت دی. د ايران د بهرنيو چارو وزارت معين عباس عراقچي تيره اونۍ د افغان سولې او د افغانستان د راتلونکي په اړه د طالب استازو سره په تهران کې ناسته لرله. له بده مرغه دغه استازي يو ځانګړی هدف، مرام او يوه ژبه نلري ځکه نو د سولې په نامه هڅې اوس په يوه سياسي جغرافيوي لوبې بدلې شوي او يوازې نفوذي بڼه لري تر څو هره ډله خپل نفوذ په طالبانو څرګند او وساتي.
پاشل شوې سيمه:
روسان او ايرانيان افغان سولې پروسه کې يو شان هدفونه لري - امريکا، پاکستان، متحده عربي امارات او سعودي عربستان بيا ځان ځانته جلا موخې لري. پداسې حال کې چې ترکيه او هند هم په دغه پروسه کې بې ونډې ندي مګر تر اوسه يې موخې واضحې نښکاري. دا په سيمه د افغان سولې لپاره د اجماع نشتون ښکاره کوي نو نبايد د سولې هڅې د سياسي جغرافيايي هدفونو ښکار شي مګر دا هڅې بايد د هغه مقصد لپاره وکارول شي د کوم مقصد لپاره چې رامنځته شوي.
توپير داځل څه دی؟
بعضی ډيپلوماتان، پاليسي جوړونکي او سياسي شنونکي پدې باور دي ددې لپاره چې ولسمشر ټرمپ په ٢٠٢٠ ز کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې په مخ کې لري نو غواړي چې امريکايانو ته دا وښيي چې ددې اداره په ريښتيا د افغان جګړې د ختمولو په لټه کې دی او يا هم د فوځ د وتلو مهالويش تعيين شوی. له همدې کبله امريکايانو جدي تصميم نيولی تر څو خپلې ټولې سياسي، پوځي او ډيپلوماتيکې دستګاوې وهڅوي تر څو افغان سولې لپاره سيمه يزه اجماع رامنځته کړي. د سيمې هيوادونه پاکستان او ايران د نوو سياسي او امنيتي لومړيتوبونو په لرلو نور ددې توان نلري چې طالبان حمايه کړي. او که چېرې امريکايان بغير له کوم د سولې تړون له افغانستانه ووځي نو بې ثباته افغانستان به بې له شکه ايران، روسيې او اسلام آباد ته ستر سرخوږی وي. نو په همدې وجه واشنګټن کې د يو پيش بيني ناشده ولسمشر شتون هم افغان سولې ته د رسيدا لپاره هم خطر او هم هيله بښونکی کېدای شي.
نامعلومه راتلونکی:
د واشنګټن په نظامي او امنيتي څانګه کې دا ويره موجوده ده چې ولسمشر ټرمپ هغه چا چې د افغان جګړې مشري يې هيڅکله نده منلې داسې نه چې يو ځل د خپلو ټولو عسکرو خروج له افغانستانه اعلان او خپل ماموريت په يو وار پای ته ورسوي.
افغانان هم له بل پلوه ددغه آزادی پوځونو نه نور په تنګ شوي ځکه ددوی وجود يوازې جګړې ته شدت بښلی او امنيتي وضعيت يې لا کړکېچن کړی. هر جوړجاړی که په عجله وشي پايله به يې نيمګړې او مؤقته وي او هيواد به يوې بلې جګړې ته سوق کړي چې داځل به دا جګړه تر پخوا يوې ډيره خطرناکه وي. افغانان د سرو پوځو د وتو له عواقبو او د جنوا پروټوکول له پايلو خبر دي چې هيواد يې څنګه کورنۍ جګړې ته تمبولی و. نو هره بابېزه پريکړه د سولی په خاطر به خطرناک عواقب ولري او کیدای شی د یو نوې جګړی مینیو وي.