مینــــــــــه دې ګـوره چې کري غمــــونه
زړه کې ټوکېږي ستــــــا تنکي غمونه
دغم خمــــــــــار دې ترنګوي د زړه جام
لکه بېخــــــود چې کړي ساقي غمونه
د شرنګ نغمې د ترنګ فریاد غـږوي
چې مــــــاتوي رانه بنـــــــــګړي غمونه
ماته مې تنده کړه لېمــــــــو په اوښکو
اوس ښکلــــــــــــوم به په زړګي غمونه
رحېمې پاســــــــــــه خوب ېولې ېې که
نن دې په وېښه زنګــــــــــــــــوي غمونه
18ـ 04 2010
وروستي