آیا د ټاکنو تش په نامه میکانیزمونه به د درغلیو مخه ونیسي؟


ډیري خبري مو د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مقاماتو نه د تیرو څومیاشتو راهسیي واوریدلی چي د ولسي جرګي راتلونکي ټولټاکني به شفافه اوعادلانه وي مونږ د درغلیو د مخنیوي دپاره خاص میکانیزمونه ایجاد کړي چي له له آمله به یي هیڅوک ونشي کولاي چي درغلي وکړي او داسي نوری غټي غټي خبري............
خو پوښتنه دا ده چي آیا د ټاکنو دخپلواک کمیسیون دغه میکانیزمونه به په واقعي توګه د درغلیو مخه ونیسي که نه؟
زه په دی اړه ځني حقایق او د سترګولیدلی حال غواړم درنو لوستونکو ته وړاندي کړم.
لمړي: هغه درغلي چي ښایي د رواني شنبي په ورځ به په پراخه پیمانه په ټاکنوکي وشي اصلاً د ټاکنو د خپلواک کمیسیون اوسني تش په نامه میکانیزمونه دهغه مخه نشي نیولی ځکه د دغي درغليو بنیاد او اساس د ولسمشری د تیرو ټاکنو دپاره دراجسټریشن په پروسه کي ایښودل شوي اوهغه پدی مانا چي د ولسمشري د دؤومخکښو نوماندانو د ځانګړي ټیم له برکته چي د همدي جعلي کارتونو دجوړولو دپاره ګمارل شوي وه او په ډیرماهرانه ډول سره یي دغه ماموریت دوالی صاحبانو او ولسوالانو د مستقیم هدایت لاندي سرته ورساوه. دغه جعلي کارتونه په هغي وخت کي دښځینه ؤ دپاره په زیاته پیمانه په نارامه ولایاتو کي جوړ شول ځکه د ښځو عکسونه په کارتونو نه لګیده او یواځي به د هغو نومونه پری لیکل کیده چي دکارتونو جوړیده خورا اسانه کار وه اود راجسټریشن د هري ولسوالي ټیم به دښار دننه په یو کور کي دغه کار ترسره کاوه ځکه ولسوالیو ته خو د طالب دویري نه د تګ مجال نه وه، په دی اړهیو څوک چي زه یي له نږدي نه پیژنم او پدی ماموریت کي یي ونډه درلوده دخپلي یوي نازنیني لور په نوم کارتونه د هغه په قول تقریباً ۳۵ ځلي د غزنی په یوي نارامه ولسوالي قره باغ کي جوړ کړی وه چي دغه کارتونه به په پاي کي د هری ولسوالي په نامه ځانګړي کارتنو کي بندیده او همهغه خاصو استازو ته به سپارل کیده د دی کار دپاره لمړۍ زمونږ ځنو ښاغلو علماؤ د سیاسي لیډرانو په لارښؤونه د ښځوعکسونه په کارتونو کي منع وګرځول اودا یي د افغاني کلچر خلاف کار وباله دا خبره به د دوي تر یو حده پرځاي وي خو تر شا یي بله خبره وه او د دی خبري غټ ثبوت په نارامه سیمو کي د زیاتو رایو استعمال وه که حقیقت ته نظر وشي
نو د غزني ولایت اکثریت ځوان قشر د کار د نشتوالي او د طالبانو د ویري له آمله ایران او پاکستان کي وخت تیروي په ولسوالیو کي خو به پاتي نارینه په ټاکنو کي د طالبانو د لاسه ګډون ونکړي د ښځو د ګډون خو پوښتنه نه مطرح کیږي خو بیا هم د رایو د استعمال
کچه د ښار د اوسیدونکو د احصایي په پرتله ۱۵ ځله لوړه وي.
ګرانو هیوادوالو تاسي به هم پدی وروستیو کي له میډیا نه اوریدلي وي چي د غزني ولایت د ۱۸ ولسوالیو نه ۱۴ ولسوالي د طالبانو تر ولکي لاندي دي او هلته د دولت نفو‌ذ کاملاّ نشته نو څنګه به امکان ولري چي ټاکني دی په داسي ولسوالیو کي سرته ورسیږي او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون میکانیزم به د درغلیو مخه نیسي دلته خبره تر لمر روښانه ده.
دویم: په ننګرهار ولایت کي چي د دولت په اند د ارامه ولایاتو په لست کي ځاي لري ولسي جرګي ته د کوچیانو د نوماندانو له لوري ځايي خلکو ته په زرګونه د کوچیانو کارتونه ورکړل شول د کوچیانو دپاره د راجسټریشن ټیم هم د ولسمشریزو ټاکنو د مخکښ نوماندانو پلان په بریالیتوب سره وکاراوه او علت یي دا وه چي وار د مخه د ذکر شوي ټیم دپاره د کوچیانو د استازو په فرمایشونو اشخاص پر دندوګمارل شوي وه د کوچیانو د هوزي یو نوماند چي ویل کیږي د ولسمشر کرزي ډیر باوري کس دي او همدا راز د کرزي
پر سپارښتنه د ننګرهار ولایت عالی قدر والي صاحب هم ورته په ډیر احترام قایل دی د راجسټریشن په پروسه کي یي
۴  عرادي موټري چي اکثره یي فلاینکوچ ډوله موټري وي د ولسوالیو د ځايي خلکوپه خاصه توګه د بهسودو ولسوالي د ځایي
خلکو د اسانتیاو په مؤخه ګمارلي وه هره ورځ به په سلګونه خلک ورتلل او پرته د تسکیري د لیدلو نه چي ایا نومړی شخص کوچي دی که دیشین کارتونه ترلاسه کول. زه د بهسودو ولسوالي د ځنو کلو نومونه اخلم لکه بینیګاه، بحراباد،ټغر، لاجګړ، قاسم اباد، بلند غر،سهاک او ځني نور چي شمیره یي تر لسوپورته ده خلک یي ټول ځایي خلک دی اوولسي جرګي ته د کوچیانو نوماندانو د
سازشونو پر بنیاد پر هغوي د کوچیانوکارتونه ویشلي همدا راز د دوي داستازو د لخوآ نه هره ورځ د ځايی خلکو په کلو او بانډو کي د ښځو دپاره تش کارتونه کوم چي عکس ته اړتیا نلري ډک او ویشل کیږي نو زه د ټاکنو د کمیسیون د ویاند ښاغلي نور نه چي هره
دویمه او دریمه خبره میکانزم دی پوښتنه کؤوم چي ستا میکانیزم به د دي جعلکاریو څه مخه ونیسي زه چي دافغانستان یو عادي وګړی یم پرته د کومو امکاناتو د جعلکاریو عنق ته رسیږم ته په دومره پراخو امکاناتو نه پوهیږي خو تا نه ګرموم هغه ګرم دی چي
ته یي ګمارلي یي ډیر د افسوس ځاي دي چي د ولس د غیري واقعي استازو د ټاکلو دپاره دومره ډالر په مصرف رسیږي، زمونږ د غریبو بچي پدي بهیر کي د امنیتي ارګانونو په لیکو کي قرباني کیږي د افغانستان مظلوم ملت پدي ارمان چي دا ځل به یو څوک د دوي پرزخمونو د پټي ایښودلو دپاره ومومي خو که ستاسي په څیر غمخوار ولري نو خپل ارمانونه به هرو مرو ګور ته د ځانه
سره وړي او ستاسي د دي کارونو انجام به لیري ندي چي د ښاغلي حشمت غني احمدزي په خبره چي تاسي ته یي د لمر په ټلویزیون کي وکړه د نوماندانو ترمنځ جګړي ته لاره اواره کړي خو په یاد لره چي دا ځل به د دي جګړي اور تر تاسي هم در ورسي.
ما د خپل ملي احساس له امله د ځنو کلو نومونه په بهسودو ولسوالي کي یاد کړل هیله ده چي امنیتي ارګانونو او د ټاکنو د کمیسیون کارکؤونکي د ځايي خلکو او کوچیانو ترمنځ د توپیر او تشخیص وروسته رایه ورکؤونکي د رایو صندوقونو ته پریږدي. پر افغانانو د پروردګار عالم د وړیا
رحم په هیله.
س.خ. کُردستانۍ
د جلال اباد ښار
-------------------------