
روهي (جمعه/۲۸ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو د ولسي جرګې مشرې ميرمن نانسي پلوسي او يو شمېر وکيلانو افغانستان او بلجيم ته د سفر پلان درلود، خو ولسمشر ټرمپ يې مخنيوی وکړ.
ټرمپ د هغې الوتکې د الوتنې مخه ونېوله، چې ميرمن نانسي پلوسي او ورسره کسانو د افغانستان د سفر په پار ټاکلې وه.
ټرمپ د خپلې دغه کړنې لامل د فدرال حکومت رخصتي او د حکومتي چارو د بيا پيل لپاره د ميرمن نانسي پلوسي شتون بللی دی.
له دې وړاندې نانسي پلوسي ولسمشر ټرمپ ته ويلي چې د ولسي جرګې په ناسته کې د ولسمشر ټرمپ د وينا مخنيوی کړی وو.
شنونکي وايي چې د ټرمپ موخه د ميرمن نانسي پلوسي څخه د غچ اخېستنه وه، چې ولسي جرګې ته د نوموړي د تګ مخه يې نېولې وه.