غزل

 شور چې په وير کې نشته
درد پـــــه دلګير کې نشته
لوبه ښـــــــــه ګرمــــــه ده خو
ذوق تماشــــګير کې نشته
ځــــــــایګی د قبر زمـــــــــــــا
ستا پــــــه جاګير کې نشته
تقـــــــــــدير ته هيڅ مه وايه
زور دې تدبير کې نشتــــــه
عجز ددې زمــــــــــــــــــــــانې
په يو فقير کې نشتـــــــــــــــه
هسې ســـــــــــــاګانې اخلی
ژوند يې ضمير کې نشتــه
مريد به څــــــــــــــه اوستايم
خوند يې په پير کې نشتــه
چــــــــــــــا راته وې عندليب
چرتــــــــــــه په دير کې نشته