غزل

خواږې سپنې خولې په شاتو پسې ګرځي
کائينات پـــــــــــــــــه کائيناتو پسې ګرځي
رانيږدې شه،رانيږدې شـــــــه،رانيږدې شه
رقيبان پـــــــــــــــه مشکلاتو پسې ګرځي
بې وجوده يم لـــــــــــــه ماسره يې ورانه
ســـــــــــا دځان په امکاناتو پسې ګرځي
چې يواځې و لـــــــــــــه ما نه هم يواځې
هغه يار مې نن پـــــــه زياتو پسې ګرځي
چې طالب پــــــــه ليونتوب څومره اوښتی
ځان زمـــــــــــــــا په حرکاتو پسې ګرځي
طالب منګل