مطیع الله مطیع

په هېواد کې د روانې جګړې له وجې زمونږ هېوادوالو داسې ارزښتونه له لاسه ورکړل چې بیا به یې هېڅکله هم ترلاسه نه شي کړای. داسې کورنۍ یې په غم ککړې کړې چې د مرګ د وروستیو شېبو په سلګیو کې به هم د خپلو دردونو یادونه کوي.

له کله چې محمد اشرف غني د ټاکنو لپاره ځان نوماند کړ، ما هوډ وکړ چې دې سړي ته به رایه ورکوم، ځکه استعداد، هوډ او د دې وطن د جوړولو لپاره اراده لري. زما د ملاتړ یوازینۍ وجه د دې وطن لپاره د یو داسې کس ټاکنه وه چې په واقعیت کې زمونږ د مظلومانو پوښتنه وکړي او زمونږ د غم او درد د ارامولو سبب وګرځي.

ما د غني بابا لپاره کور په کور او کلي په کلي چغې ووهلې، په ولسوالیو او ولایتونو کې مې د هغه په ملاتړ خلک راپورته کړل، څو غني بابا ته رایه ورکړي. په هرحال زه مې د خپل کار احسان نه غواړم، مګر د حق غوښتنه کوم.

ما د هلمند د مظلومیت اواز تر هر وزیره پورې ورساوه، هرې ادارې ته مې سر ورښکاره کړ او هر چارواکي ته مې د خپل زړه او د خپل ولس درد بیان کړ؛ خو هېڅوک داسې نه وو چې زما ستونزه را حل کړي او زما د ولس د مظلومیت غم وخوري.
په دې کې شک نشته چې غني بابا زما غږ اورېدلی او زما د ستونزو د حل حکم یې کړی، مګر مشکل دا دی چې حکم یې نه دی عملي شوی. زه د عدالت خېمه کې د همدې نارې وهم چې ولې د ولسمشر حکم نه عملي کېږي؟ ولې چار واکي دومره بې کفایته او خاین شي چې د خپل ولسمشر حکم نه مني؟

زه له دوه میاشتو راهیسې د ولسمشر د ملاقات نارې وهم، مګر ماته دا موقع نه راکول کېږي. اخر مجبوره شوم چې د عدالت غوښتنې خېمه ودروم او خپل غږ له دې ځایه انعکاس کړم. زه د خپل ولس مظلومیت وینم، د هغوی اړتیاوې او غربت وینم، د خپلې اردو او امنیتي ځواکونو قربانۍ مې ځوروي، همدا علتونه دي چې ما په دې وطن کې د مبارزې لپاره مټې را نغاړلې دي.

زه به تر هغو خپلې مبارزې ته دوام ورکوم چې یا به د خپلو ولسونو حق ترلاسه کوم او یا به په دې برخه کې خپل سر ورکوم.