
روهي (پنځه نۍس/۲۷ د مرغومي)، د امريکا دفاع وزارت رسنيو ته ويلي دي چې په يو ځانمرګي بريد کې يې دوه پوځيان د سوريې په منبج ښار کې وژل شوي دي.
دغه بريد تېره ورځ شوی او مسووليت يې هم داعش ډلې په غلړه اخېستی دی.
يو شمېر سرچينو ويلي دي چې بريد د بهرنيو ځواکونو له ګزمې سره نېږدې شوی دی او تر ۱۲ کسان په ټپيان او وژل شوي دي.
دا بريد په داسې وخت کې کيږي چې امريکا له سوريې د خپلو پوځيانو د وتلو او ترکيې د تازه عملياتو د پيل ويلي دي.