موبایل او لپ ټاپ د ژبې په مرسته کاروي!

د شته وو ستونزو او ناخوالو لپاره ځان او خپل ژوند پړ ګڼل آسانه خبره ده، خو تاسې به په خپل ځان باندې هغه وخت وویاړئ چې د شته وو ستونزو او کړاوونو په وړاندې ودرېږئ او په کلکه مبارزه وکړئ.

ځینې خلګ د خپل فزیکي معلولیت نه کړېږي او ځینې نور بیاذهني او فکري معلولیت سره لاس او ګریوان دي.‌ هغه څوک چې ستاسې څنګ ته ناست دی ښایي چې روغ او رمټ به وي اما د دې امکان شته چې پر ذهني معلولیت اخته او وسره په مبارزې بوخت وي.

دلته د"نورَسماوَتي" کیسه ولولئ؛ هغه معذوره (فزیکي معلوله) چې موبایل او لپ ټاپ د خپلې ژبې په واسطه کاروي!

"نورَسماوَتي" خپل د ژوند کړاوونو او ناخوالو سره په ‌‌‌‌‌‌ډېره زړورتیا مبارزه کوي، سره له دې چې معلوله وه خو شته خڼدونو ته تسلیمه نه شوه او مخکې ولاړه.
هغه د پیدایښت نه معلوله وه نه یې لاسونه او نه یې ښپې کار کولې.
 
درې دیرش کلنه "نورَسماوَتي" خپلې کورنۍ سره یو ځای ژوند کوي، سره له دې چې معذوره ده اما د خپلې ژبې په واسطه موبایل او لپ ټاپ کاروي.

هغې د موبایل او لپ ټاپ په مرسته وکولای شول چې د خپلې کورنۍ کاروبار ته په ټولنیزو رسنیو کې ښه وده ورکړي او وتوانیده چې ٤٠٠٠ بوتله (Soy/Chilly-Sauce) د مرچکو آچار وپلوري، دې سره په کمه موده کې یې کاروبار په شهرت ورسوه.

فیسبوک کې یې سل ملګري پیدا کړي چې د ژبې په مرسته هغو ته پیغامونه لېږدوي او اړیکې ورسره ټینګوي، کورنۍ یې وایی: "مونږ ویاړو چې نورَسماوَتي په شان لور لرو".

خلک وروسته له یوې ماتې نهیلې کیږي او په ژوند لعنت وایي له بلې خوا د نورَسماوَتي په شان داسې معذور خلک شته چې په ماتو کې هم هیلي لټوي.