پر پلټونکې خبریالۍ د ولسمشر ټينګار

 
ولسمشر غني تېره اونۍ د هیواد د ټولو ولایتونو له یو شمېر ازادو خبریالانو سره په کتنه کې یو ځل بیا پر پلټونکې خبریالۍ ټینګار وکړ. دا څووم ځل دی چې ولسمشر غني د پلټونکې خبریالۍ د ایجاد او دودولو ټینګار کوي، خو لا هم په دې برخه کې پام وړ پرمخت نه دی شوی.

جمهوررئیس غني د خبریالانو وړاندیزونو ته په کتو امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د خبریالانو د امنیت د تامین لپاره دې لازم تدابیر ونیسي او د پلټونکو راپورونو د چمتولو لپاره دې ټولې اړوندې ادارې خپل معلومات له هغوی سره شریک کړي.

د پلټونکې خبریالۍ ګټه داده چې په ټولنه کې شته ناخوالې، نادودې او فساد ورسره په فوق العاده توګه راکمېدلی شي، خو د دې باوجود پلټونکې خبریالۍ نه اسانه چاره ده او نه هم ورته هرڅوک زړه ښه کولی شي، ځکه دوی د مجرمینو، مافیا او مفسدینو له وېرې دغې ګټورې چارې ته په اسانۍ زړه نشي ښه کولی.

جمهوررئیس غني د خپل ټاکنیز کمپاین په منشور کې هم د پلټونکې خبریالۍ یادونه کړې او لیکي چې : ”د فساد د مخنیوي یوه اغیزناکه لار د ولسي بررسۍ او تحقیقي ژورنالیزم تشویقول دي. حکومتداري یوازې هغه وخت روڼتیا پیدا کوي چې ټولې کړنې یې د خلکو تر قضاوت لاندې راشي. د فاسد معافول هله د یوې خطرناکې فاجعې شکل نیسي چې د حکومت د چارواکو د کړنو هېڅ ډول نظارت نه وي موجود. څېړنیز ژورنالیزم د دې امکان برابروي چې د دولت کړنې ډېر ژر او په روښانه ډول عامه لید ته راووځي. “

که څه هم په افغانستان کې چې څومره شکایت له زورواکو او جنایتکارو موجود دی، نو همداسې د رسنیو په اړه هم خلک بېلابېل شکایتونه او ملاحظات لري او دوی وایي چې رسنۍ په نوم ازادې دي، خو په عمل کې له نورو پورې تړلې دي. حتی ځینې یې د پردیو په ملاتړ او لمسون افغان ضد برنامې او خپرونې لري، نو له دغه ډول رسنیو څخه د پلټونکې خبریالۍ تمه بې ځایه ده، د دې لپاره باید لومړۍ په خپله رسنۍ اصلاح شي.

د ډاکټر محمداشرف غني د منشور په یوه برخه کې لولو: ”زموږ د حکومت یو اقدام به دا وي چې ټول لوړ پوړي دولتي مقامات خپلې شتمنۍ ثبت او نشر کړي. په دې شتمنیو کې هر ډول بدلونونه به کشفي ژورنالیزم او ولسي څېړنو ته پرېښودل شي. په عین حال کې د فساد د مرتکبینو د مجازاتولو لپاره چې د پوستونو د پلورلو او اخیستلو، د رشوت او اخاذیو لپاره د قانون د ناسم تعبیر، د سوداګرو، پانګه والو او تولیدونکو پر مخ د ستونزو د پېداکولو په ګډون، به ډېر چټک او قاطع اقدامات تر سره کېږي او د دوی سرغړونې به د قانوني مراجعو له خوا تعقبیبږي. د دې لپاره چې د فساد پر ضد زموږ مبارزه بې پرې او رڼه تر سره شي، د روڼتیا له نړۍ والو ادارو سره به له نژدې او په منسجم ډول د یو قانونمند، روښانه او جامع قرارداد له مخې همکاري کیږي.“

همدېته په پام ولسمشر غني ټولو چارواکو ته جدي امر کړی دی چې خپلې شمتنۍ باید ثبت کړي او د جمهوري ریاست د چارو ادارې اړوند ریاست په دې برخه کې ډېر پرمختګ کړی او د ډېرو مقاماتو شتمنۍ یې ثبت کړي او په اړونده ویب پاڼه کې یې خپرې کړې دي.

په دې برخه کې د رسنیو د همکارۍ په ځانګړي ډول د پلټونکې خبریالۍ د دودولو جدي اړتیا لیدل کېږي.