
په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د محمد اشرف غني ولسي ملاتړ د دې لپاره و چې د ولس او ارګ تر منځ دېوال ونړیږي او ولسونه وکولای شي، له ولسمشر سره هر وخت خپلې ستونزې شریکې کړي. په دې بهیر کې ډېری کسانو د سر او مال قرباني ورکړه، تر دې چې اشرف غني ولسمشریزو ټاکنو کې بریالی شو.
که څه هم ولسمشر په طبیعي ډول د خدمت عاشق دی؛ مګر ستونزه یې دا ده چې د دوست او دښمن تفکیک نه شي کولای. هغو کسانو چې د هغه لپاره قربانۍ ورکړې، هغه اوس هم د خپلو ولسونو د حق تر لاسه کولو لپاره لا لهانده دي او څوک یې غږ نه اوري.
مطیع الله مطیع چې د دغه بهیر یو مبارز او وطندوست غړی دی، د ولسمشر لپاره یې بې درېغه قربانۍ ورکړې او د دې ترڅنګ یې د خپلو ولسونو او خلکو لپاره د خدمت مټې را ونغاړلې. وزارت په وزارت وګرځېد، د هلمند ستونزو ته یې انعکاس ورکړ او په ډېرو ستونزو سره یې کولای شول چې د خپل ولس مشکلات تر ولسمشره پورې ورسوي. که څه هم ولسمشر په دې برخه کې اجرائات وکړل؛ خو مربوطه ارګانونو خپله ناغیړي وکړه او هغه ستونزې اوس هم نا هوارې پاتې دي.
دا چې مطیع د دې ستونزو د حل لپاره شپه او ورځ لګیا دی او څوک یې غږ نه اوري، نو بلاخره مجبوره شو چې د تحصن خېمه ودروي او له ولسمشر څخه د یادو ستونزو د نا هواري په اړه مرسته وغواړي. په دې کې شک نشته چې ولسمشر به په دې برخه کې دلچسپي لري څو د دې ستونزو د نا هواري د علت پوښتنه وکړي، مګر په ارګ کې یو شمېر اشخاص دي، چې د دې کار مخنیوی کوي او فکر کوي چې ارګ د دوی شخصي دی او بل څوک حق نه لري چې هلته د ننه لاړ شي او د خپلو حقونو پوښتنه وکړي.
د مطیع له تحصن خېمې څخه هدف اوس د عدالت غوښتنه او له ولسمشر سره ملاقات دی، څو هغه له نږدې ورسره یادې ستونزې شریکې کړي او له ولسمشر څخه یې د هواري هیله ده.
مونږ له ټولو مبارزینو ځوانانو څخه هیله لرو چې د مطیع غږ بدرګه کړي او تر ولسمشره پورې یې ورسوي.