دولسي جرګې نوماندانوته

 
وزارتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
رياستونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
زموږدکلي داپېړۍ وشوې يوه ځای کې پروت
پرې قيامتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
داوطن دوه باندې، څوک درې باندې، څوک ډېرو وېشي
مردارنيتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
يووخت ظاهر، يووخت کارمل، بيارباني، اوس کرزی
داافتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
ددې وطن به نورنومونه وو، ياپولې نورې
روايتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
لکه دروبلو، دډالروچينې هم به وچې
داخيراتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
امريکاراغله څه قيامت شوپرون روس و دلته
سترقدرتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
نن دقام لاس ورچپوي، سباترې لاره خپله
وکالتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
دموکراسي، کفر، اسلام دې خلکوټول وليدل
حکومتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
پکې خرڅېږي ټيلفون کارتونه، وريجې به څو ؟
سفارتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
دمشترک،لړم،ښامار،زمري اوپړانګ په نامه
عملياتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي
حالات به سره وي بېکسياره خوولس پرې نږدې
مشقتونه ځي راځي خوولس چېرته نه ځي .