ايران کې الوتکه لوېدېلې او ۱۵ کسان په کې وژل شوي دي

روهي (دوه نۍ/۲۴ د مرغومي)، په ايران کې د يوې الوتکې د لوېدنې په پېښه کې ۱۵ کارګر وژل شوي دي.

دغه الوتکه نن ورځ د تهران ښار په ۴۰ کليو مترۍ کې په کرج نومي ښار کې لوېدلې ده او ۱۵ ناست کارګر په کې وژل شوي دي.

چارواکو ويلي دي چې په دغه الوتکه کې ټول - ټال ۱۶ کسان ناست وو چې يوازې يو انجنير ورڅخه ژوندی وتلی دی خو ټپي دی.

الوتکه د ځغاستې له لېکې ووتله او وروسته يې له ديوال سره ټکر وکړ، چې دغه تلفات يې رامنځ ته کړل.

د رسنيو د راپورونو پر اساس دغه الوتکې له ټکر وروسته اور اخېستې دی او تر اوسه يې تور مالوماتي بکس هم نه دی موندل شوی.