
روهي (دوه نۍ/۲۴ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ترکيه په سوريه کې لاس وهنه وکړي نو اقتصاد به يې ورته ويجاړ کړي.
ټرمپ وايي چې که چېرې له سوريې د امريکايي پوځيانو له وتلو وروسته ترکیه په سوريه کې پوځي عمليات وکړي او ګُردان په نښه کړي، نو چاره به په لوړه اقتصادي بيه ورته تمامه شي.
ټرمپ وايي چې ترکيه دې دا هڅه نه کوي چې د ترهګرو سره ځان نيږدې او د ترهګرو ملګری هېواد پاتې شي.
د ولسمشر ټرمپ د دغه خبرو په غبرګون کې ترکيې ويلي، چې امريکا بايد پر خپلو سټراټېژيکو ژمنو پاتې شي.
ترکيه وايي چې ټرمپ په سوريه کې د ګُرد جنګياليو ملاتړ کوي، خو ترکيه به دوی وځپي.