د رڼا لار

زما هغه شپه په ياد ده، چې تا په کې د خپلې مينې کيسې کولې او ما درته غوږ نيولى و . هــو ! هغه شپه، چې دواړه د يوې ونې لاندې په کټونو کې پراته وو؛ مخامخ راته سپوږمۍ ولاړه وه او زما او ستا د مينې ننداره يې کوله . اشنـا! که ستا په ياد وي؛ لـه يـوې خوا د څوارلسمې سپوږمۍ رڼا وه او له بلې خوا ستا نوراني مخ هم د مينې نڅا پيل کړې وه . څه عجيبه شان شپه وه! د ښکلا او مسکا ډکه او د رنگونو په ننـداره رنگينې شېبې وې، چې دغه شېبې مې د ژوند خاطرې پاتې شوې . داسې خاطرې، چې له ځوانۍ څخه تر بوډاتوبه مې بيا تر سترگو نه شوې .
نيمه شپه او نيمې خبرې دا هم يو انځور جوړوي، داسې انځور لکه سړى، چې د خپل ورکې مينې په لټه کې د سمندر يا خوړ مينځ ته کاڼي وراچوي او د اوبو په موجونو کې د خپل جانان نوراني مخ ويني، خو د څو شېبو وروسته بيا هېڅ هم نه وي . نن ماته ستا د مينې انځور جوړول د هماغه موجونو په شان ښکاره شول . موجونه چپه جوړوي او ستا مينه د سمندر هغه چپه ده، چې د سړي ساه واخلي او بيا يې د ساحل غاړې ته وباسي او د ژوندانه گردابونه يې خلاص کړي . ته هم ځانته سمندر يې، خو ستا د ښکلا په سمندر کې، چې څوک لاهو شوي بيا يې د نړۍ په کايناتو سترگې ندي لگېدلې او ټول ژوند يې ستا تماشو ته وقف کړى، ستا
§ لار د رڼا لار ده؛ ځکه په تا کې هغه څه موجود دي، چې انساني ټولنه يې پرته له تا ژوند ناشونى گڼي او ته د راتلونکي ژوند هغه شمعه يې، چې ته ښکلا او رڼا ورکوې، ستا ښکلا داسې ښکلا او مينه لري، چې يو ځل ورسره انسان عادت شي او خوند ترې واخلي، نو بيا دا د مينې رڼا لار هرچا ته په گوته کوي او ستا په غېږه کې د ژوند کولو بلنه ورکوي . هغو خلکو، چې ستا د ښکلا او مينې په ارزښت پوه شوي، هغوى اوس په ډېر لوړ مقام دي او ستا د قتلولو مخه نيسي . په رښتيا، چې ته هم ښکلا يې، هم مينه يې، هم رڼا يې د ژوند ټوله کاميابي ستا په لاسونو کې ده؛ ځکه ته ښوونکى يې، ته کتاب يې او ته علم يې، چې
په دنيا کې له تا بهترين ملگرى نشته !

ځکه ته يو داسې ملگرى يې، چې په هره لار او هر مشکل کې له ماسره مل يې او ما په نيمه لار کې نه پرېږدې؛ ځکه ته د رڼا لار يې، ته د ښکلا لار يې، ته هغه رڼا يې، چې توره تياره شپه ستا له برکته پر ما رڼا شي او زه نن د خپل د تېر او راتلونکي ژوند نه خبر يم، چې زه څوک يم، د څه لپاره راغلى يم . دا ټول ستا د ښکلا او مينې برکت دى، زه درته پوره، پوره درناوى کوم .
هيله کوم، چې دا ځل د هغه چا دروازې هم وټکوه، چې ستا له رڼا بې برخې پاتې دي .
پــــــاى