
روهي (دوه نۍ/۲۴ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو قطر ته په يو رسمي سفر تللی او له چارواکو سره يې ليدلي.
د قطر بهرنيو چارو وزير سره مايک پمپيو په يو ګډ خبري کنفرانس کې برخه اخېستې؛ د افغانستان او عراق په وضعيت يې خبرې کړي دي.
د امريکا بهرنيو چارو وزير ويلي دي چې امريکا او قطر په ګډه د افغانستان، عراق او نورو هېوادونو د امنيتي وضعيت په اړه ګډه همکاري کوي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی به له قطر وروسته سعودي عربستان ته لاړ شي او هلته به له سعودي چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې وکړي.