له سعودي عربستان تښتېدلې او له اسلام منکرې (رهف القنون) ته کاناډا پناه کړي

روهي (نۍ/۲۲ د مرغومۍ)، د سعودي عربستان عربستان څخه تښتېدلې او د اسلام سپيڅلي دين منکرې جنيۍ (رهف القنون) ته د کاناډا حکومت پناه ورکړه.

نوموړې د اسلام سپيڅلی دين خوشی کړی او له هغې وروسته يې خپل کور ته د ستنېدو انکار وکړ او د سياسي پناه غوښتنه يې وکړه.

رهف القنون له ټالېنډ څخه په يوې کوريايۍ الوتکه کې کاناډا ته الوتنه وکړه او ياد هېواد ورته پناه ورکړه.

رهف القنون لومړی غوښتل چې له ټالېنډ څخه اسټرالیا ته لاړه شي خو د ټالېند حکومت ونېوله، او خپل هېواد ته يې د استولو پرېکړه وکړه.

د رهف القنون د اسلام پرېښود عمل د مسلمانانو غبرګونونه راپورته کړي او په ټولنيزو رسنيو ورته ګواښونه شوي دي.