څه موده وړاندې مو روژه وه، لمونځونه مو کول، ذکر مو کاوه، قرآن مو لوستلو، په مسجد کې به مو په تراویح لمونځ کې د قرآن شریف په ختم کې ګډون کولو، فرض لمونځونه به مو په جماعت ادا کول، استغفار او بښنه به مو له الله سبحانه څخه غوښته او ... دا ټول ځکه چې ډېر ځله مو د جومات له امام، د ښوونځي د دینیات له ښوونکي او په پوهنتون کې د اسلامي ثقافت له استاد څخه اورېدلي ؤ چې په روژه کې د مسلمانانو ټول ګناهونه بښل کیږي، په روژه کې د دوزخ دروازې تړلې وي، د جنت دروازې پرانیستې وي او ...
خو د شوال په راتګ سره، چې لومړۍ دری ورځې یې د فطر اختر وي، همدغه مسلمانانو، داسې د خوښۍ مراسم جوړ کړل چې د روژې توبه یې پکې ماته کړه، له نامحرم ښځو سره یې داسې ناسته ولاړه وکړه چې له ګران اسلامي شریعت سره بشپړه په ټکر کې وه، په خپلو لګښتونو کې یې ډېر زیات اسراف وکړ، په مجلسونو کې یې شراب وڅښل، قمار، فال او نور حرام اعمال يې سرته ورسول او ...
مسلمانو ښځو داسې جامې واغوستې چې سر تر پایه به د نورو لپاره فتنه وې، په خپلو جامو او سینګار کې یې هغه اسراف وکړ چې د مېړه له توانه یې لوړ ول، ځینو میندو بیا په خپله حجاب اغوستی ؤ خو خپلو لوڼو ته یې کوبای پتلون، نازک څادر او ... وراغوستی ؤ، هغه غلیظ سینګار یې کړی ؤ چې ځان یې د الله متعال د لعنت مستحق ګرځولی ؤ او ...
په پلرونو او میندو کې هم هومره شرعي غیرت نه ؤ پاتې چې د کورنۍ په ښځو باندې قوام او برلاسي وي او هغوی ته امر وکړي چې دا واغوندی، ځکه چې فرض یا واجب دي او دا مه اغوندی ځکه چې حرام او ناروا دي. ښځه له مېړه څخه او لور له پلار او مشر ورور څخه خپلواکه وه، پلار هم ډیموکراسۍ، مزخرفو هندي او غربي موډونو ته تسلیم شوی ؤ، مور هم د ښځو د حقوقو تبلیغاتو ګنګس کړې وه، ښځې خو له مېړه سره په هرڅه کې مساوات غوښت او لور بیا د هرڅه په انتخاب کې نېغ پر نېغه خپله برخه اخیسته.
ډېر پلرونه او ډېرې میندې د اختر د خوښیو په مراسمو کې له خپلو زامنو او لورګانو څخه ناخبره ول، چې هغوی چېرته، څه وخت، کوم ځای ته، له چا سره په چکر وتلي دي؟ هغوی څه خوري، څه څښي او څه کوي؟ خو ماښام به ټول کور ته سره راټول شول او د ورځني ژوند څخه به ستړي هر یو ترخپل ځایه ورسېد او ویده به شول.
په اسلامي امت کې د کفر نیواک، ښکېلاک، وژنه، فقر، لوږه او ... هغه څه دي چې د زندان د بندیانو په څېر د اسلامي خاورو د چارواکو د استبداد په پایله کې په ټول امت باندې تحمیل شوي دي. د اسلامي امت یوه برخه د یرغل، نیواک او ښکېلاک څخه کړېږي لکه، افغانستان، عراق، فلسطین، چیچنیا، سومالیا، کشمیر، سوډان او...، بله برخه د ظالمو چارواکو له ظلم څخه او بله برخه د الهي آفتونو لکه سیلاب او نورو څخه خو یو کم شمېر بیا په داسې مېلو چړچو کې بوخت دي چې کله نشه، کله په چکر، کله په سفر او کله هم د غریب ولس دلا بېوزله او بدبخته کولو لپاره په استعماري پلانونو بوخت دي.
ځینې چارواکو بیا د خلکو د ستونزو د حل په موخه، د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو لپاره د ډیموکراتیکې مدني ټولنې د ځینې ارګانونو په څېر عالي؟ شوراګانې او مجلسونه درلودل، چې یوازې تکراري ویناوې او خطابې پکې واورول شوې، غوړې ډوډۍ وخوړل شوې او وروسته یې یوازې ځانونه تر تشنابونو پورې ورسول. د هېچا ستونزې ته یې هېڅ ډول د حل لاره وړاندې نکړه. د هېڅ ناروا په وړاندې په حقه ونه درېدل. د هېڅ دردمند آواز یې تر وړ مرجع پورې ونه رسولو. یوازې په انټرنټي وېبپاڼو او نورو چاپي او غیر چاپي رسنیو باندې یې اوږده او تشریفاتي رپوټونه خپاره کړل.
د اسلامي امت دغه حالت چې هوښیار انسان فکر وکړي، العیاذ باالله ګومان کوي چې د رمضان الله به د شوال له الله سره توپیر لري، د پلرونو الله به د زامنو له الله سره توپیر لري، د میندو الله به د لوڼو له الله سره توپیر لري، د چارواکو الله به د عام ولس له الله سره توپیر لري او ...
ځکه د رمضان الله ځانګړي احکام یوازې په رمضان کې د بندګانو لپاره را استولي دي او د شوال الله بیا بل ډول احکام بندګانو ته را لیږلي دي. د پلرونو الله د زامنو له الله سره په بشپړ توپیر بېل احکام لري، د میندو لپاره د هغوی الله ځانګړي احکام وضع کړي او د لوڼو لپاره ځانګړي نور احکام دي، د چارواکو الله پر هغوی باندې بېل حقوق او وجایب وضع کړي دي او د عام ولس او امت الله په هغوی باندې ځانګړي احکام ورتپلي دي او ...
دا هرڅه زموږ خپلې هغه کړنې دي چې زموږ له باورونو او عقایدو څخه سرچینه اخلي. یعنې له عقلاني ډیموکراسۍ؟! او که له تقلیدي اسلام څخه؟! د غربي ړوند اندو، مطبوعاتو او شنونکو په اند له اسلاموکراسۍ څخه.
هو دا سمه ده، چې په دې اقرار وکړو چې نن ورځ موږ د خپل ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم له وینا سره سم د اوبو د ځګ حیثیت لرو، ټولو ملتونو زموږ پر امت یرغل کړی، هغه یې ټوټه ټوټه کړی او لا یې نور هم کړوي. خو موږ یې په وړاندې هېڅ نشو کولای. شمېر مو یونیم میلیارده تنو ته رسیږي خو په پورتنیو ټولو ډګرونو کې له سختې ماتې سره مخ یو. دا ټول له دغه ناوړه مفهوم څخه سرچینه اخلي چې هغه صلی الله علیه وسلم فرمايي: حب الدنیا و کراهیة الموت. یعنې له دنیا سره مینه او د مرګ بد ګڼل.
نن د اسلامي امت شخصیتونه په اسلامي ثقافت باندې ندي روزل شوي، د هغوی د تفکیر طریقه له اسلامي عقیدې سره سمه نه ده، د هغوی د غرایزو او عضوي اړتیاوو د مړښت طریقه د شرعي احکامو پر بنسټ نه ده ولاړه، یعنې بالاخره د هغوی عقلیه (د تفکیر طریقه) او نفسیه (د غرایزو او عضوي اړتیاؤ د مړښت طریقه) اسلامي نده.
مسلمانانو ته نن اسلام یو تقلیدي دين پاتې دی، خو ډیموکراسي ورته عقلي ښکاري. شرعي احکام په ځينو برخو کې د رواج، په ځینو کې د دښمن د مکر، په ځینو کې د تش عکس العمل او احساساتي کار او په ځینو برخو کې له دنیا سره د مینې ښکار شوي دي. خلک ادعا لري چې مسلمانان دي، خو په فکر او عمل کې په سیاسي نفاق بوخت دي. دوی د ټاکلې مبداء پر بنسټ عمل نه کوي بلکې د وخت او فرصت سره ځان ته سمون ورکوي او په دې ترڅ کې یې که لږ څه مادي ژوند پرمختګ وکړي نو ګومان کوي چې ابن الوقت اوسیدل سنت دي او پر واحده مبداء باندې ثبات بدعت دی.
نن به یوڅه حرام بولي سبا به هغه حلال ګڼي. نن به د یوچا ضد وي او سبا د هغه دوست. نن به له تا سره وي او سبا به ستا له دښمن سره. نن به مسلمان وي، سبا پښتون او بله ورځ غربي ړوند اندی. یوه ورځ به په جومات کې پنج کتاب لولي، بله ورځ د مارکس د نظریاتو تیوریسن او بیا به د فوکایاما د نظریاتو تعمیلوونکی وي.
یوه ورځ به مجاهد وي، بله ورځ د شر او فساد قوماندان، یوه ورځ به طالب وي، بله تروریست او بله به د نوي معاصر افغانستان د ډیموکراسۍ سردار. دا ټول سیاسي نفاق دی. اپرچونیزم دی او په اسلام کې هېڅ ځای نه لري.
اسلام ډیر قوي بنسټ لري چې تر قیامت ثابت دی او هغه اسلامي عقیده ده. اسلام ځانګړی شریعت لري چې یوازې او یوازې له قرآن، سنت، اجماع او قیاس څخه رامنځ ته شوی. د اسلام حلال هماغه دي چې څوارلس سوه کاله پخوا ؤ او حرام یې هم هماغه دي چې څوارلس کاله پخوا ؤ، اسلام د شرایطو لپاره ځانګړي احکام لري خو هغه هم په استثنايي حالتونو کې دي، د ټولنې شرایط باید له اسلام سره سمون ومومي، نه دا چې اسلام له ټولنې سره سمون ومومي. خو نن ټول امت د ژوند په ټولو برخو کې اسلام د ټولنې له شرایطو سره سم تحریف کړی دی او ټول هغه ګناهونه یې سرته رسولي دي کوم چې بني اسرائیلو به سرته رسول او قرآن د هغوی کیسې د قرآن په بېلابېلو سورتونو کې په تفصیل سره بیان کړې دي. هغه اساطیر نه دي، هغه زموږ د ژوند کړنلاره ده.
نو راځی د اسلاموکراسۍ پر ځای واقعي اسلام ته ورستانه شو، ډیموکراسي په نطفه کې شنډه کړو، هغه څه ته ورستانه شو چې په هغو باندې زموږ پخوانیو عزت موندلی ؤ. په هغه څه باندې ځانونه سنبال کړو چې د هغو په واسطه موږ د دنیا د ویښو امتونو سرلاري ؤ. راځی له همدا ننه پیل کړو... له صفر څخه... له عقیدې څخه تر نظامه... له باورونو څخه تر حاکمیته... له انحطاط څخه تر نهضته... او بالاخره د اسلام تر بشپړ حاکمیت یعنې واحد خلافت پورې.
سیف الله مستنیر
وروستي