
روانه جګړه باید نیمګړې او بې هدفه پای ونه مومي، کله مو چې یو عمر وزغملای شوه، د وروستۍ او لنډې مودې لپاره خو یې خود زغملای شو. شاید موږ هومره ډېر په سیاست ونه پوهیږو، خو د ښه او بد او د ګټې او تاوان تر منځ توپیر خو سم کولی شو.
وګورئ په رڼو یې وینو چې له یوې خوا پاکستان انزوا ته روان دی، په قرضونو کې ډوب شوی او د خپلې بقا لپاره نه یوازې چندې راټولوي، بلکې له نورو هر ډول بېکاره هڅو هم مخ ناړوي؛ بلخوا ایران هم له پاکستان نه په بد حالت کې دی او ایله دومره کوي چې یو قوت لایموت ژوند روان کړي، چې په دغسې بد وضعیت کې دا دواړه دښمن ګاونډیان په عملي ډول نور په افغانستان کې د جګړې د غځېدا جوګه نه دي. خو د دې لپاره چې ارام او سوکاله افغانستان د دوی له ګټو سره په ټکر کې دی، دوی به هیڅکله هم د افغانستان پر وړاندې ښه نیت ته زړه جوړ نکړي او نه به یې روان سیاست بدل شي.
دا چې اوسمهال دغه دواړه هیوادونه تر موږ زیات د سولې راتګ ته یو ډول ننداریزې هلې ځلې کوي، ګټې او هدفونه یې بیخي ښکاره دي، چې تر ټولو مهم یې د نړۍ اعتبار ترلاسه کول، په سیمه کې له زبرځواکو سره د تعامل په پایله کې د هغوی په فرمایش له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو وتل او بالاخره یو ځل بیا د افغان جګړې د غځولو لپاره هر اړخیز چمتو کېدل دي.
موږ یې پوره یو عمر د جګړې په اور کې لولپه کړو، که اوس هم له دوی نه د ښو تمه وشي، همغه تکراري تېروتنه به مو کړې وي چې له کلونو کلونو مو د وژنو له امله کړوي.
پاکستان چې له څلوېښتو کالو راهیسې یې د خپلې خزانې او نړیوالو مرستو زیاته برخه پر افغان جګړه ولګوله، خو اوس چې دغه کار ګدایۍ ته کښېنولی او د زوال پر پوله ولاړ دی، څنګه په دومره اسانۍ پرېښودل شي؟ دغه راز ایران چې له ډېر پخوا یې دلته د قومي، مذهبي او کلتوري تفرقې او تعصب لپاره هر ډول زهر تجربه کړي، چې پکې تر یو حده بریالي شوی هم دی خو هدف ته لا نه دی رسیدلی؛ اما اوس چې د دغه هېواد خپل شرایط همدغې لومې ته برابر دي او ښه پکې ښکېل کېدلی شي، ولې په دومره بې تفاوتۍ وبخښل شي؟
پر دښمن او شیطان باور کول نه یوازې بې عقلي ده، بلکې نه جبرانېدونکې تېروتنه هم ده چې له بدمرغیه په وار وار زموږ له ځینو واکمنو تکرار شوې ده، په تېره د پاکستان پر وړاندې بې دریځه او بې پولې انعطاف سخت ټکولي یوو او سخت به مو پښېمانه هم کړي.
دا چې افغان دولت هغه پخواني حالت کې نه دی او اوس یې خپل ردیف په ځینو برخو کې لوړ کړی او حتا تر ډېره د داخلي او خارجي عمومي وضعیت او سیاست په څارلو او ان کنټرولو کې کې خپل رول ثابتولی شي، نو ورته پکار ده چې روانه جګړه بې هدفه او نیمګړې پای ته ونه رسوي، موږ په جګړه کې ډېرې لوړې او بېساري بیې ګاللي، نو مخکې له دې چې د سولې بیه تر هغې هم لوړه تمامه شي، باید د دغې جګړې لپاره یو مشخص پای وټاکي او که په دغه لړ کې د یوې شومې پروژې (پاکستان) پر زوال هم مسأله تمامه شوه، شک یې نشته؛ خو که چیرې دا کار ونشو او د پاکستان له اوسني وضعیت او بحران نه سمه او حیاتي ګټه وانخستل شوه، بیا به نه جګړه ختمه شي او نه به د سولې راتلو ته کومه هیله او لاره چاره پاتې وي.