
روهي ۰جمعه/۲۱ د مرغومي)، د امريکا متحدو ايالتو په دفاع وزارت کې چارواکي وايي چې له سوريې يې د خپل پوځيانو او يو شمېر پوځي وسايلو د اېستلو لړۍ پيل کړې ده.
سرچينې دا مالومات نه دي ورکړي چې دغه پوځيان په څومره شمېر دي او په څومره وخت کې به د سوريې له خاورې ووځي.
د امريکا دفاع وزارت ټېنګار کړی دی چې له سوريې د پوځيانو وتل په دې مانا دي، چې له داعش سره جګړه او له ايران سره د دوی پوځي مخامخ کېدنه پای ته رسېدلې ده.
له افغانستان او سوريې د د يو شمېر امريکايي پوځيان د وتلو امر ولسمشر ټرمپ کړی، چې د امريکا دننه او بهر يې منفي او مثبت غبرګونونه راپورته کړي دي.