
روهي (جمعه/۲۱ د مرغومي)، د ايران ولسمشر حسن روحاني ويلي چې په خپل هېواد کې جوړې شوې دوه سپوږمکۍ به د ځمکې په مدار کې ځای پر ځای کړي.
روحاني وايي چې دغه چاره تر راتلونکو دوه اونيو بشپړه کړي. د ايران د دغه کار پر وړاندې امريکا له وړاندې اندېښنې ښوودلې وې.
د امريکا بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو ايران ته خبرداری ورکړی وو چې له دغه کار دې لاس په سر شي.
وروسته له هغې چې ولسمشر ټرمپ د ايران او لوېدېځې نړۍ ترمنځ د ۲۰۱۵ز کال اټومي هوکړه ليک لغوه کړ، د دواړو هېوادونو اړېکې سره کړکېچنې شوې دي.