استاده محترمه!
واخله کار لۀ ترحمه
نمرې راکړه پرېمانه
کنه شې به پښېمانه
دا سوالونه ډېر دي ګران
پر مايې راوسته لرزان
امتحان ته تيار نۀ يم
زه خو دومره وزګار نۀ يم
پرون تللى پۀ چکر وم
پۀ مېله کې مازديګر وم
دملګرو پۀ ټولۍ کې
ګرځېدم بې پروايۍ کې
لۀ ښکاره چې وزګار شوم
د کور پۀ لور روان شوم
مېلمانه و پۀ حجره کې
تر يوې ناست وم جلسه کې
لۀ حجرې چې راروان شوم
د بستر خپل پۀ ارمان شوم
نور پوه نۀ شوم پۀ ځان
پۀ هغه وخت او زمان
چې سترګه مې شوه خلاصه
دمورغږ مې وو چې پاڅه!
ژر ښوونځي ته شوم روان
پۀ ټولګي کې شوم حيران
شروع شوى امتحان وو
پۀ صحنه کې استادان وو
په لوستو شوم دسوالونو
په تلاش وم د نقلونو
کېناستم تر ماسپښينه
ډکه نه شوه پارچه سپينه
اوس نو ستا خوا ته روان شوم
پۀ طلب مو داحسان شوم
هيله من د ښو نمرو يم
کنه بيا به پۀ جګړو يم
دعزت خيال به مې ساتې
درجې نه نشم پاتې
وروستي