
پوښتنه: په افغانستان، عراق، سوريه ... کې مسلمانان ولې وژل کيږي؟ د ډاکټر ذاکر نايک ځواب
ژباړه ډاکټر نېک محمد ويال د روهي وېب پاڼې څښتن
د اوسنۍ اسلامي نړۍ له ستر ديني عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک څخه په دې وروستيو کې پوښتنه وشوه، چې په اسلامي نړۍ لکه افغانستان، يمن، عراق، سوريه، فلسطين، برما او نورو کې مسلمان ولې وژل کيږي؟ د دعا تر څنګ د مسلمانو بل مسووليت څه دی، چې بل مسلمان ته د اوسنی مصيبت څخه ژغورنه ورکړي؟
ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک دا پوښتنه په لاندې ډول ځواب کړې ده.
ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په دې باور دی، چې مسلمان - مسلمان نه وژني، بلکې غېر مسلمانان لامل دي چې مسلمان پر مسلمان وژني. نوموړي د پوښتنې په ځواب کې ويلي دي. امريکا عراق ته لاړه چې د ياد هېواد د تيلو زيرمې په خپل کنټرول کې کړي او دې دغه چارې لپاره يې د مسلمان په وسيلې د مسلمان وژنې پلان جوړ کړ.
د روسانو په مقابل کې امريکا د يو شمېر اسلامي هېوادونو سره لاس يو کړ، د افغانستان هغه خلک چې د روسانو په مقابل کې يې جګړه کوله؛ حمايت او ملاتړ يې وکړ او روسان يې پر مات کړ. نننی طالب چې امريکا ورته ترهګر وايي همدې امريکا رامنځ ته او د همدې امريکا په مرستو دغه ځای ته ورسېدل. نو نن هغه کس ستر ترهګر دی چې په خپله يې ترهګر رامنځ ته کړی دی، نه هغه خلک چې اوس د ترهګرۍ چارې تر سره کوي.
د اسلامي نړۍ دغه نامتو عالم د مسلمانانو د نجات او بدبختۍ د پای په پار قراني نسخه وړاندې کړي او د سپيڅلي قران کريم دغه آيتونه يې تلاوت کړل، ([سُوۡرَةُ آل عِمرَان: ۱۰۳] وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا ۚ وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنتُمْ أَعْدَآءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُم بِنِعْمَتِهِۦٓ إِخْوٰنًا وَكُنتُمْ عَلٰى شَفَا حُفْرَةٍ مِّنَ النَّارِ فَأَنقَذَكُم مِّنْهَا ۗ كَذٰلِكَ يُبَيِّنُ اللَّهُ لَكُمْ ءَايٰتِهِۦ لَعَلَّكُمْ تَهْتَدُونَ) ټول يو ځاى شئ، د الله رسۍ كلكه ونيسئ او تيت و پرك کېږئ مه. د الله هغه پېرزوېنه در ياده کړئ چې پر تاسي یې کړېده: تاسي يو د بل دښمنان وی، هغه ستاسې په زړونو کې مينه واچوله او د هغه په مهربانۍ او لورېنه تاسې سره وروڼه شوی. تاسې د يوې له اوره ډکي كندي پر غاړه ولاړ واست، الله ځني وژغورلاست. په دغه شان الله خپلې نښانې تاسي ته څرګند وي، په كار ده چي په دغو نښانو سره تاسې ته د خپلې ژغورنې سمه لاره په نظر درشي.)
د ذاکر نايک په وينا، چې که چېرې د نړۍ پنځوس هغه هېوادونه چې اکثريت وګړي يې مسلمانان دي سره يو شي او بیا د خدای (ج) قران او د حضرت محمد (ص) احاديث پلي او عملي کړي، نو مسلمانان به په نړۍ کې تر ټولو غښتلی ولس شي.
ذاکر نايک په خپلو خبرو کې د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد مصطفی (ص) هغه مبارک حديث ياد کړ، چې د خپل امت په اړه يې فرمايلي، په وروستيو وختونو کې به زما امت په ډلو - ډولو ووېشل شي. ذاکر نايک ويلي، چې د رسول الله (ص) دغه خبر نن په عمل کې ثابته ده، مسلمانان په لسګونو نومونو او ډلو وېشل شوي دي.
ذاکر نايک د اسلامي امت د ژغورنې يوازينۍ لار د مسلمانان يووالی او هغه اصول په ګوته کړي دي، چې سپيڅلي قران کريم او مبارکو حديثونو ورته له وړاندې ښوودلي دي.