غزل

کلال ورته حيران وو دوی منګي نه خوښيدل
اختر کې جينکو ځان ته بنګړي نه خوښيدل
بې وروره خور وه نا سته ديواله ته ژړيده
دې شپږو وروڼو خور خت ته پولي نه خوښيدل
خيرنه وه ولاړه دې ټټرنه يې شکول
دې ورور د قبر شال ته يې ځونډي نه خوښيدل
بچيان دشهيدانو يې په تور او سپين کې نه وو
لورګانو د مالک بابا کالي نه خوښيدل
کوڅه کې بنجاره ته يې شور جوړ لکه حارو وو
دې دنګې غاړې هار ته يې غمي نه خوښيدل
چې يار ته يې وروليږي,اختر کې چې په خلا شي
فريد ورته په کلي کې سړي نه خوښيدل